ننګرهار او لغمان کې د خیریه بنسټونو له لوري د مرستو پر ویش نیوکې

د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې په روانه روژه کې دغلته د خیریه بنسټونو له لوري د بشري مرستو لړۍ چټکه شوې، خو زیاتوي چې یادې مرستې مستحقو کورنیو ته نه رسیږي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی سید قاسم وايي، چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په هیواد کې بې وزلي او فقر اوج ته رسیدلی چې له کبله یې خلک د خیریه بنسټونو مرستو ته سترګې په لار دي.

د نوموړي په وینا نړیوالو او بېلابېلو خیریه بنسټونو مرستې کوي، خو د ناسم مدیریت له امله ډېر اړمن کسان له مرستو پاتې کېږي.

هغه زیاتوي ډېر شمېر بې وزله کورنیو تر اوسه پورې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې، خو پیسې او نور مواد هغو کورنیو ته ویشل کېږي چې مستحقې نه دي.

سید قاسم وویل: «زه شپږ اولادونه لرم او ټولې نجونې دي په یوه لاس معلول یم، خو تر اوسه څومره مرستې چې شوي زما په شان اړمنو کونیو ته نه دي ورکړل شوي او دا ټوله ستونزه په خیریه بنسټونو کې ده، چې د غریبو په نامه له بهرمیشتو مرستې راټولوي او بیا یې پر غریبو نه ویشي او زیاتره یې خپلوانو ته ورکول کېږي.»

هغه وايي، که څه هم خیریه بنسټونو ورته ډاډ ورکړی، خو د دې باوجود هم ډېرو کورنیو په ځلونو مرستې اخیستي، خو د ده په ګډون ډېرو اړمنو ته لا تر اوسه یو ځل مرسته هم نه ده ورکړل شوې.

له ننګرهار سربېره له لغمان ولایت هم د مرستو پر بهیر نیوکې کېږي او خلک وایي، د ناسم مدیریت له امله ډېر اړمن کسان پاتې کېږي.

د لغمان دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی حکمت الله غوښتنه کوي، چې د دوی په نوم مرسته شوې نغدې پیسې، خوراکي او غیرخوراکي توکي دې همدوی ته ورکړل شي او په دې برخه کې دې خیریه بنسټونه انډیوالي، دوستي او خپلوي نه پالي.

نوموړی وايي، اړمنو کسانو ته د مرستو نه رسېدنې لامل د خیریه بنسټونو له لوري توپیري چلند او د خلکو او سیمې سره نابلدي او د ځایي قومي مشرانو له لوري د غلطو لستونو برابرول دي.

هغه د مرستو د ویش پر بهیر نیوکه کوي او وايي، د سم مدیریت نشتون له امله د مرستو رسولو بهیر کې ستونزې دي او لاهم داسې کورنۍ شته چې هېڅ ډول مرستې نه دي ور رسېدلي.

حکمت الله وویل: «ټوله ستونزه خیریه بنسټونو جوړه کړې، ځکه اړمن خلک پاتې وي او نورو کسانو ته مرستې ورکول کېږي یا به یې کاکا وي، یا ماما او یا به یې د کورنۍ نور غړي وي، خو هغه کورنۍ چې بیګاه ته حیران دي خیریه بنسټونو ورسره مرسته نه ده کړې او په دې هغه ځايي مشران هم ملامته دي چې خیریه بنسټونو ته د اړمنو کسانو لېست نه ورکوي، غوښتنه کوو چې ټولې مرستې دې پر اړمنو کورنیو وویشل شي.»

ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ویشل کیدونکې مرستې. انځور: ننګرهار کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریاست

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې میرمن حمیرا وايي، چې خاوند یې د تېر حکومت پرمهال په جګړو کې له لاسه ورکړی او د روژې په دې مبارکه میاشت کې اړه شوې چې نورو ته د مرستې لاس وغځوي.

هغه وایي، چې څو ځلې ورسره د ځینو خیریه بنسټونو له لوري د مرستې په پار تلویزیوني مرکې شوي، خو تراوسه یې هیچا لاسنیوی نه دی کړی.

نوموړې غوښتنه کوي چې خیریه بنسټونه او نورې مرستندویه ادارې دې له دوی خپلې مرستې نه سپموي.

د حمیرا په خبره: «خاوند مې تېر حکومت کې د عامه نظم سرتیری و، خو د دندې برمهال په ماین چاودنه کې ووژل شو، اوس د کورنۍ سرپرستي زما په غاړه ده څلور اولادونه مې دي ټول له لوږې کړیږي او سرپرست نه‌لرو غوښتنه کوو، چې له مونږ سره دې د خوراکي توکو مرسته وشي.»

دغه راز د نظر خاوند خالد امان د هغه خیریه بنسټونو د تړل کیدو غوښتنه کوي، چې راجستر شوي نه وي او د بې وزله وګړو په نامه له هېواد بهر له خلکو مرستې راټولوي.

د نوموړی په خبره یو شمېر خیریه بنسټونه د بې وزله او ناچاره خلکو له بد اقتصادي وضعیت ناوړه استفاده کوي او د اړمنو په نوم ټولې کړې پیسې پخپله خوري، چې له کبله یې پر خیریه بسټونو د ولس باور کم شوی.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د غیر راجستر شویو خیریه بنسټونو مخه دې ونیسي.

امان وویل: «د طالبانو د حکومت نه پاملرنې له امله په ننګرهار او ټولو هیواد کې ګڼ خیریه بنسټونه د بې وزله هیوادولو په نامه به بهرنیو هیوادونو کې مرستې راټولوي او بیا یې په مستحقو کورنیو نه وېشي او په دې برخه لاهم په لویه کچه فساد موجود دی، غوښتنه کوو چې حکومت دې غیر راجستر خیریه بنسټونه وتړي او پر دوی دې څار وکړي.»

خلک وایي، د خیریه بنسټونو له لوري د مرستو په ویش کې تر ډیره خپلوي پالل کېږي. انځور: ننګرهار کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریاست

ورته مهال د یو خیریه بنسټ مشر عزیز الله وايي، د روژې په روانه میاشت کې یې د خپلې سروې له مخې پر سلګونه کورنیو د هغو مرستو وېش پیل کړی، چې د بهر میشتو افغانانو له‌خوا شوې دي.

نوموړی ټینګار کوي، چې ټول خیریه بنسټونه باید د رسمي مرستو په اړه ولس ته حساب ورکړي.

هغه دغه راز د خیریه بنسټونو او  د مرستو وېش لپاره د طالبانو له حکومت د یوه مکانېزم د جوړیدو غوښتنه کوي.

عزیزالله زیاته کړه: «مونږ ټولې مرستې د سروې پر اساس ویشو او په دې لړ کې مو لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سلګونه بې وزله هیوادوالو لاسنیوی کړی، مونږ هم د خلکو نیوکې منو زیاتره خیریه بنسټونه تر مستحقو کورنیو مرستې نه رسوي او په دې برخه کې خپلوي پالی، خو غوښتنه کوو، چې حکومت باید دوی کنټرول کړي او له دوی دې د ترسره شویو مرستو حساب وغواړي.»

په همدې حال کې د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي قسمت الله مبارز وایي، چې دوی د مرستو مدیریت کولو وړتیا لري او ټولې مرستې دوی سره په هماهنګي ویشل کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

نوموړي د خلکو هغه نیوکې چې ګواکې په دغه ولایت کې بشري مرستې د اړمنو کورنیو پر ځای پر نورو کسانو ویشل کېږي ردوي  او وایي، مرستې یې د سروې له مخې پر مستحقو کورنیو ویشلې دي.

مبارز وویل: «ننګرهار کې چې کومې مرستې د خیریه بنستونو یا نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا کېږي، نو ټولې زمونږ د نظارت لاندې د سروې پر اساس پر اړمنو کورنیو ویشل کیږي، یوازې د روژې په میاشت کې د ننګرهار مختلفو سیمو کې پر نږدې ٧ زره اړمنو کورنیو خوراکي، نغدي او نورې مرستې ویشل شوي او دا لړۍ دوام لري.»

ولسي خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خیریه بنسټونو له لوري د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې د فساد مخنیوي لپاره له اړمنو کورنیو سره کېدونکې مرستې د یوه منظم میکانیزم له مخې ووېشل شي او د شفافیت او څار په ډول دې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو خلک وګماري څو د فساد مخه یې ونیول شي.