ننګرهار کې یو کس د برېښنا نيولو له امله مړ شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو کس د برق نیولو له امله خپل ژوند بابللی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه کس تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ١٢ د وري) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «الفت مېنې» سیمه کې په یو کور کې برق نیولی او مړ شوی.

نوموړی زیاتوي، مړ شوی کس یو مسلکي برقي و، چې په یوه کور کې د برېښنا په برخه کې د کار کولو پرمهال برق نيولی او روغتون ته له رسېدو وړاندې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاتوي یاده پېښه له برېښنا سره د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

د هیواد په ډیرو سیمو کې ورته پېښې له برېښنا سره د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي، چې قربانیان یې ډیر کله ماشومان او ځوانان وي.

.