د ماين د خطر په اړه د پوهاوي نړيواله ورځ؛ ناچاوده توکي لاهم د افغان وګړو ژوند ګواښي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) «د ماين د خطرونو په اړه د پوهاوي او د ماين پاکۍ په چارو کې د همکارۍ د نړيوالې ورځې» په مناسبت ويلي، چې ناچاوده توکي او ماينونه لاهم په ټول افغانستان کې پاشلي دي او د دې هيواد د وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

يوناما نن (پنج‌شنبه، ۱۶ د وري) پر فېسبوک په خپله پاڼه د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې د څو لسيزو د جګړې له کبله نږدې ۴۵ زره افغان وګړي د ماينونو له کبله وژل شوي او يا ژوبل شوي دي.

د يوناما له لوري د وړاندې شويو معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ دفتر په افغانستان کې تر درو کيلومټرو زياته ځمکه له ماينونو پاکه کړې ده.

يوناما زياته کړې: «خو مهمات او ناچاوده ماينونه لاهم په ټول افغانستان کې پاشلي دي او ټولنې په ځانګړې توګه ماشومان ګواښي؛ په داسې حال کې چې هغوی د خپل ژوند رغولو په هڅه کې دي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د معاونت دفتر د ماين او له جګړې د پاتې ناچاوده توکو د خطرونو په تړاو د پوهاوي زياتېدو او په دې هيواد کې د ماين پاکۍ د کار د ملاتړ لپاره د اتحاد غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش هم پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پيغام کې ليکلي: «ځمکني ماينونه، چاودېدونکي توکي او د جګړې پاتې شوني هغه ميليونونه وګړي مستقيما ګواښي چې په وسله والو نښتو کې بند پاتې شوي، له افغانستانه واخله تر سوډان، اوکراين او غزې پورې.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي: «راځئ د هر هيواد او هرې ټولنې په ګډون نړۍ د دې وسلو له شره په يوه ځل او د تل لپاره خلاصه کړو.»

افغانستان د څو لسيزو جګړې له کبله په ماینونو او چاودېدونکو توکو يو تر ټولو ککړ هيواد ګڼل کېږي.

د دې ماينونو او چاودېدونکو توکو چاودنې وخت ناوخته د هيوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند اخلي.

په تازه پېښه کې د وروستيو ورځو پر مهال په هرات او غزني کې ماينونو ۱۱ تنه ماشومان وژلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته