انځور: استول شوی

په زابل کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د کابل_کندهار پر لويي لارې د زابل ولایت مرکز کلات اړوند سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ژوبل دي.

د زابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند ذبیح الله جوهر وایې چې دا پېښه نن (جمعه، ۱۷ د وري) د مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ تر منځ د «تازې رباط» په سیمه کې رامنځته شوې.

جوهر زیاتوي چې دې پېښې کې دوه تنه نارینه مړه او یو نارینه، یو ماشوم او دوې میرمني ژوبلې شوي.

د ده په وينا، د پېښې ټول قربانیان د زابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي او تر جدي درملنې لاندې دي.

ترافيکي پېښې وخت ناوخته په هيواد کې د ګڼو کسانو ژوند اخلي چې لامل يې د لارو خرابوالی، د قوانينو نه مراعت، بې احتياطي او زيات سرعت ګڼل کېږي.