انځور: خواله رسنۍ

کونړ کې د ځنګلونو وهل او قاچاق؛ خلک: طالبان له ځنګل وهوونکو سره لاس لري

کونړ کې ځايي سرچینې او ولسي خلک ادعا کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د ځنګلونو پرې کول بند شوي نه دي او دا چاره په چټکۍ دوام لري.

سرچینې وايي، د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کې د طالبانو خبرې یوازې شعار دی او د دوی په ملاتړ آن له ډېورنډ کرښې ها غاړې قاچاق کېږي.

ځايي خلک اندېښمن دي، که د ځنګلونو د پرې کېدو او قاچاق مخنیوی ونه شي دغه ملي شتمني به له جدي زیان سره مخ او د کونړ تازه واالی به ختم شي.

که څه هم د تېر جمهوري نظام پرمهال هم د کونړ په غرونو کې شنه ځنګلونه وهل کېدل او سربېره پر کور دننه له هېواده بهر یې هم لرګي قاچاق کېدل، خو ځايي خلک وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم دا چاره نه ده درېدلې.

هغه مهال د کونړ د ځنګلونو د پرې کېدو لاملونه ناامني او د طالبانو او داعش ډلې له لورې د ځنګلونو پرې کولو ته لار هوارول بلل شوي وو.

د کونړ خلک وايي، له کله را هیسې چې پخوانی جمهوري نظام ړنګ شوی په دې ولایت کې د ځنګلونو په پرې کېدو کې کوم توپیر نه دی راغلی او هره ورځ د ځنګله ونې اره کېږي.

ځايي اوسېدونکي تور پورې کوي، چې د ځنګله ونې د سیمه ییزو طالبانو په ملاتړ پرې کېږي او د هېواد نورو ولایتونو او حتی د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته قاچاق کېږي.

د کونړ د نرنګ، دانګام، پېج درې، سرکاڼو او غازي آباد ولسوالیو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: « هره ورځ زمونږ د ولسوالیو په غرونو کې د نښترو ونې اره کېږي، بیا یې د شپې په موټرو کې باروي او خرڅون لپاره یې ښکته کوي، دا عام خلک په یوازې ځان نه کوي، چې ځنګل اره کړي، طالبان ورسره وي، محلي طالبان ترې پیسې اخلي، د پیسو په بدل کې خلکو ته اجازه ورکوي او ونې اره کوي، څه کونړ کې پرېږدي، څه د ښېوې ولسوالۍ بډیالۍ ساحې باندې قاچاق کوي او حتی پاکستان ته هم قاچاق کېږي؛ خو څوک یې د مخنیوي نشته دی.»

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په بازار کې د نښترو د چارتراش لرګیو سرای، چې د ځنګلونو د وهلو وروسته دې سرای ته راوړل شوي

ځايي خلک وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال یې هم د هغه وخت له چارواکو سره د ځنګلونو د پرې کېدو او قاچاق په تړاو خپلې اندېښنې او غوښتنې شریکې کړې وې او د حاکم رژیم [طالبانو] له مسوولینو سره یې هم دې برخه کې خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د کونړ د مرکز اسعد آباد یو قومي مشر مدیر ساپی اندېښنه لري، که د ځنګلونو د پرې کېدو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه شي نږدې راتلوونکې کې به دغه ملي شتمني له زیان سره مخ او کونړ کې به د وچکالۍ او ګڼو ناروغیو څپې خپرې شي.

نوموړی هم د نورو کونړ مېشتو په څېر ادعا کوي، چې د طالبانو یو شمېر مسوولین د لرګیو له قاچاقبرو سره لاس لري او دا کار د هغوی په تفاهم پرمخ روان دی.

قومي مشر مدیر ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «له څلوېښتو کلونو زیات وشول، چې د کونړ ځنګلونه قاچاق کېږي؛ خو څوک یې د مخنیوي نشته، جمهوریت کې مو هم د هغه وخت چارواکو ته ویلي وو، چې د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخه ونیسئ، خو هغوی یوازې دروغجنې وعدې راکولې او په لېرې ساحو کې به یې راته ناامني بهانه کوله؛ اوسني حکومت [ طالبانو] سره مو هم خپلې خبرې شریکي کړي، چې د ځنګلونو وهل او قاچاق روان دی، خو دوی مو هم تر اوسه غږ نه دی اورېدلی، که د دې مخنوی ونه شي د کونړ تازه والی به په لنډو کلونو کې ختم او سپېره به شي.»

د کونړ یوه غره ییزه سیمه، چې د لرګیو قاچاقبرو د ځنګله ونې وهلي او چارتراش یې د پلور په موخه بازارونو ته ښکته کوي. انځور له خواله رسنیو اخیستل شوی، خو وخت او ځای یې معلوم نه دی

کونړ مېشتي د طالبانو پر ولایتي او امنیتي چاروکو غږ کوي، چې تر هر څه وړاندې دې د ځنګل د وهلو او قاچاق مخه ونیسي او په دې برخه کې دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، چې په خبره یې که طالب چارواکي خپلې ژمنې عملي نه کړي په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

په ورته مهال کونړ کې د طالبانو امنیتي چارواکي د ځنګلونو د پرې کېدو او قاچاق په برخه کې د ولسي خلکو اندېښنې پرځای بولي، خو زیاتوي چې د ځنګلونو د پرې کېدو او قاچاق مخنیوي لپاره آرام ناست نه دي.

کونړ کې د طالبانو امنیه قومندان مولوي عبدالله حقاني وایي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو د پرې کېدو او قاچاق د مخنیوي په موخه شنه قطعه فعاله شوې، چې تر یو بریده یې د ځنګلونو د پرې کېدو او قاچاق مخه نیولې.

نوموړي وویل: « کونړ کې تر ۹۰ فیصدو پورې د ځنګلونو د قاچاق مخه مو نیولې ده، د دې لپاره مو شنه قطعه جوړه کړې، په ټولو ولسوالیو کې فعالیت کوي، کونړ کې د غرونو په منځ کې لویې لویې درې دي، چې هر وخت ورته ځان رسول سخت دي، خو مونږ بیا هم کوشش کوو، چې رسیده ګي ورته وکړو.»

د معلوماتو له مخې کونړ کې په دوه سوه زره هکتاره غره ییزو سیمو کې ځنګلونه شته، چې تېرو وختونو کې یې یوه برخه وهل شوې او لرګي یې سربېره پر کور دننه ګاونډي هېواد پاکستان ته هم قاچاق شوي دي.

د کونړ خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په غرونو کې د ځنګلونو د ساتنې او قاچاق مخنیوي ترڅنګ دې نوي مصنوعي ځنګلونه کېنوي، ترڅو د وهل شویو ځنګلونو تشه ډکه شي.

د کونړ د خلکو اندېښنې او شکایتونه داسې مهال دي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا یو کال وروسته په دغه ولایت کې د نښترو د چارتراشو د قاچاق وېډیو ګانې هم خپرې شوې وې، چې هغه مهال ځايي خلکو ادعا کړې وه، چې پاکستان ته قاچاق کېږي.