غني

ولسمشر غني: غاصب د افغانستان راتلونکي نسل غل دی

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د دولتي املاکو هر غصب باید د دین او د افغانستان د قوانینو پر بنسټ بېرته راوګرځي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دا خبرې نن سهار (پنج شنبه، ۷ د کب) ارګ کې د دولت قضایاوو ملي کنفرانس کې کړي دي.

د خبرپاڼې په وینا، ولسمشر غني ویلي چې ټولې دولتي غصب شوې ځمکې په جدي ډول څارل کیږي او  په واضح او بنسټیز ډول به له غصبه خلاصې شي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر ویلي: «غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي. غاصب د افغانستان د راتلونکي نسل غل دی او زه ورته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوم.»

په دې کنفرانس کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د دې کنفرانس موخه د اصلاحاتي بهیر چټکتیا ده. ښاغلي معنوي وویل، د ځمکو غصب مخنیوي کې هېڅ غاصب او زورواکي ته نه تسلیمیږي.