کندهار کې وچکالۍ وهلي د انارو باغونه بیرته ونه غوړیدل

د تېرو څو کلونو پرلپسې وچکالیو او نورو طبیعي افتونو کندهار ولایت کې ګن شمیر د انارو باغونه له منځه وړي او یو شمیر نور بیا د وچیدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه باغونه چې د کندهار په ارغستان، معروف، شاوليکوټ، دامان، ژېړۍ، ارغنداب او ميوند ولسواليو کې شتون لري، هر کال یې بڼوالو ته ډیر ښه حاصل په لاس ورکاوه او د بڼوالو اقتصادي اړتیاوې یې پوره کولې، خو اوس وچ شوي او پر ځای استوګنیز کورونه او یا هم نور میوه لرونکي باغونه جوړ شوي دي.

بڼوال وایي، که وچکالۍ د راروانو څو نورو کلونو لپاره دوام وکړي، نو د انارو د پاتې باغونو ترڅنګ به د نورو مېوه لرونکو ونو باغونو هم له منځه یوسي.

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په يوې څنډه کې د عزيز احمد د انارو باغ تېر کال د سختې وچکالۍ له ‌امله وچ شوی، دی وایي، چې تېر کلونه په ډیری سيمو کې د سختې وچکالۍ له کبله د انارو حاصلات خراب او باغ ‌لرونکي یې اړ کړل چې د خپل باغ پر ځمکه نور زراغتي تخمونه وکري.

نوموړی زیاتوي، چې ډير شمېر بڼوال د باغونو وچېدلو او اوبو د کمښت له کبله د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي او ځینو یې بیا وار له مخه باغونه پلورلي او کډه شوي دي.

هغه له موسېساتو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دې د ارغستان ولسوالۍ د اوبو عمومي بند جوړ کړي.

ويل کېږي چې د ارغستان ولسوالۍ بند د جوړېدو سروې پېل شوې او جوړېدو سره به يې د دې ولسوالۍ ترڅنګ د سپين بولدک، دامان، تخته پُل او ډنډ ولسوالۍ له اوبو برخمنې شي.

همدارنګه د ارغستان ولسوالۍ دغه لوی بند به د پنځوس زره هکټاره کرنيزې ځمکې د خړوبولو وړتيا هم ولري.

عزیز احمد وويل: «مشکل دلته دی چې هر حکومت راغلی موږ ته يې توجو نه ده کړې، اوس د ارغستان بند د جوړولو سروې شوې آوازه ده چې ډير ژر به جوړ شي، خو هغه مو هم زړه ته نه لوېږي چې خاصه ګټه دې موږ ته وکړي، تاریاک بند شول، د انارو باغونه وچ شول، بزګران د شي وس نه لري، خانان مو ښار ته کډه شول او باغونه يې خرڅ کړل، پروسږکال د ډيرې وچکالۍ څخه د ارغنداب د هغه ښه باغونو انار لا خراب وو، ژیړۍ، دامان، ارغستان، ډنډ معرف کې هم بيخي ډير باغونه وچ شول، که د باغو د وچېدو پر برابر درته وايم دا سږ کال خو يوازې زموږ په شاوخوا کې تر شل ډير باغونه وچ شوي.»

عزیز احمد چې د انارو باغ یې وچ شوی اوس یې پر همدې ځمکه تازه سبزیجات کرلي دي

د زیړۍ ولسوالۍ یو بڼوال محمد رحیم وایي، چې نه یوازې د سختو وچکالیو له کبله دغلته د انارو باغونه وچ شوي، بلکې د طبیعي افتونو او تېرو جګړو هم باغونو ته زیان رسولی او د انارو حاصلات بې خونده او خراب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې خپل باغ یې وچ شوی او اوس مهال له نورو باغ لرونکو سره د بڼوال په توګه کار کوي.

محمد رحیم وويل: «د اوبو ګل پخوا پر ۵ مترو کې وو اوس پر ۴۰ يا ۵۰ مترو کې دی، په ټولو ولسواليو کې اوبه د ځمکې تل ته تللي دي، د خلکو انارو باغونه د وچېدو د خطر سره مخ دي، مخکې به انار داسې تک سره وو اوس يې د چکالۍ په سبب دانې تکې سپينې دي، د ډيرو ځايو انار د خوراک نه وي نو دا باره موږ څه پرې وکړو، هغه بسته کال خوارۍ مو وګوره او دا سراسر تاوانونه مو وګوره، داسې باغونه دلته شته چې ۵۰۰ درختې انار يې پر يو ځای وچ شوي دي.»

محمد رحيم د کرنې په برخه کې د نړيوالو موسېساتو او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د انارو د باغونو په تازه پاتې کېدو لپاره دې بڼوالو ته د اوبو د څاڅکي يا قطريي سيسټم جوړ کړي.

دغه راز د ژېړۍ ولسوالۍ يو بل بڼوال تور جان وايي، چې د وچکالۍ له امله دغې ولسوالۍ کې د تازه مېوو او انارو ډيرې ونې وچې شوي.

نوموړی د شنو باغونو وچېدلو لوی لامل تر ځمکې لاندې د اوبو طبیعي زيرمو له منځه تلل بولي او زياتوي چې د اوبو سره د کروندګرو مسلسله بې احتياطي او د ځمکې له تل څخه په دوامداره توګه د اوبو رايستلو اوبه کمې کړې دي.

هغه وویل، روانې وچکالۍ د نورو طبیعی افتونو ترڅنګ د تازه مېوو او ځانګړې توګه د انارو پر رنګ، خوند او پوست ډيره اغيزه کړې چې له امله یې په داخلي او نړیوال مارکیټ کې د انارو بیې ټیټې کړي دي.

تورجان زیاته کړه: «په ټولو ولسواليو کې د انارو دانې داسې تکې سپينې شوي، نه خوند لري، نه رنګ لري، پوستکی يې داسې الحیده ډبل شوی، ډير انار چوي، دا ټوله د وچکالۍ اغيزې دي، چې د انارو حاصلات خرابوي بزګران يې درختې کاږي پرځای يې بل شی کري يا نورې مېوې یې پرځای کېنوي، دا بزګران د ځمکې په تل کې د اوبو سره ډير ظلم او اصراف کوي، داسې کسان هم شته چې د وچکالۍ څخه يې ښار يا بلې ولسوالۍ ته ګډه کړې وي، هغه د لوړ ميوند لوړ شاوليکوټ بولدک رېکستان ټوله د وچېدو سره مخامخ دي بزګران يې اکثره ځمکې خرڅوي ښارو ته ځي.»

ارغنداب کې د انارو تازه کینول شوی باغ

د ده په خبره، چې له تېرو شلو کلونو راپدیخوا یې له ټولو حکومتي ارګانونو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو پایله یې نه ده ورکړې.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد بیا وايي، دغلته هم تېرو کلونو کې د انارو زرګونه ونې وچې شوي چې نوموړی یې لامل جکړې، طبیعي افتونه او سخته وچکالۍ یادوي.

هغه د دې کار پړه پر ځايي حکومت اچوي ځکه په وينا يې چې د هغو خلکو مخه يې نه ده نیولې چې په خپل سري توګه ژورې برمې کاږي او د سولر برېښنا پر مټ ټوله ورځ د ځمکې څخه اوبه راباسي.

هغه وويل: «هر يوه په خپل کور کې درې او څلور برمې وهلي باغونه خو نو مه ښوروه، د ښار څخه چې را وځې دلته ټولې ځمکې باغونه وو د ښار په داخل کې د انارو باغونه وو اوس شی لا نه معلوميږي ټوله کورونه شوي، خلک د ولسواليو څخه د ښار پر خوا ور روان شول ولسوالۍ وچې شوې، کښتونه او کروندې سره وچې شوې، وړم کال مو پر ځمکو زردکې وکرلې تاوانيان يې کړو سږکال مو شلغم، ګلپی او نوره ترکاري وکرله، خو تر اوسه دادی په تاوان روان يو.»

تېر کال د وچکالو او نور افتونو له کبله د کندهار انار زیات چاودلي وو

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين هم مني چې د تېرو کلونو وچکاليو له کبله په ولسواليو کې د انارو او يو شمېر نورو میوه لرونکو ونو باغونه وچ شوي، خو په وينا يې چې د وچ شویو باغونو کره شمیرې نه دي راټولې شوي.

کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو رياست وياند ننګيالی سمون وايي، د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وچکالۍ او اوبو کمښت له امله باغونه وچ شوي او له منځه تللي دي.

سمون وویل: «کندهار کې ځينې باغونه وچ شوي چې د وچېدو لوی لاملونه یې تېرو کلونو کې يخې څپې وې چې افغانستان ته داخلې شوې وې، او د ښار زياتره سيمو کې چې وچ شوي هغه د هغه اشخاصو له لوري خپله له منځه وړل شوي چې ودانۍ ورباندې جوړوي يا هم نورو پراختيايي پروژې ورباندې عملي کوي او تر څنګ يې دغه باغدارانو چې ځينې باغونه وچ کړي يا يې له منځه وړي بل لامل يې دادی چې د انارو پر ځای یې د انګورو باغونه يا نورو مېوو باغونه ورباندې جوړ کړي دي.»

د اطلاعات روز معلوماتو له مخې دا مهال د کندهار ښار ترڅنګ په ارغنداب، دامان، ژېړۍ، ارغستان او معروف ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د انارو لسګونه هکټاره باغونه د اوبو نشتون له کبله وچ شوي او له منځه تللي دي.

د کندهار انار چې د داخلي بازارونو ترڅنګ د پاکستان، هند، عربي اماراتو، روسیې، قزاقستان، اذربایجان، سعودي عربستان، چين او نورو اروپايي هيوادونو ته صادریږي، تېر کال یې په صادراتو کې هم ۱۵ سلنه کموالی راغلی وو.