کندهار کې تندر لويدنې یو کس مړ کړی

اطلاعات روز: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ورښتونو پر مهال د تندر لوېدو له کبله یو ځوان مړ شوی دی.

د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لپاره د طالبانو مسوولینو ویلي چې دا تندر نن (جمعه، ۲۴ د وري) تر غرمې وروسته د شدیدو بارانونو پر مهال «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د یوه ځوان پر سر را لوېدلی دی.

د طالبانو مسوولينو د دې کس له نوم اخیستلو پرته ویلي چې نوموړي څلورویشت کاله عمر درلود او جسد یې د سپین بولدک ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر دې وړاندې کندهار او نورو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل شوی.