اوبو کندهار کې درې ځوانان ډوب کړي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي چې ژورو اوبو کې د لمبېدو له کبله درې ځوانان غرق شوي او مړه شوي دي.

د طالبانو د امنيتي مسوولينو په وينا، نن (جمعه، ۲۴ د وري) تر غرمې وروسته یو ځوان د دې ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «دهلې بند» له پارچاو اوبو سره غرق او مړ شوی.

همداراز طالبانو زياته کړې، دوه نور تنکي ځوانان چي سره وروڼه وو د کندهار ښار اړوند «عینو مېني بند» ژورو اوبو کې د لمبېدو پر مهال غرق شوي.

د طالبانو امنيتي مسوولينو ويلي چې د دې ځوانانو جسدونه يې تر زياتو هڅو وروسته تر لاسه کړي او د هغوی کورنيو ته يې سپارلي دي.

تر دې وړاندې هم په کندهار کې د بېلابېلو پېښو پر مهال خلګ غرق شوي او مړه شوي دي. په عين مهال کې طالبانو له خلګو غوښتي چې خپل ماشومان او ځوانان په ژورو اوبو کې له لمبېدو منع کړي.