پکتيکا کې د یو ډول ناروغۍ له کبله اته ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: پکتيکا کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې يو ډول ناروغۍ ۸ ماشومان مړه کړي دي.

په دې ولايت کې ځايي خلک وايي، په ماشومانو کې داسې ناروغۍ ګډه شوې چې پر بدن یې یو ډول دانې راپورته کېږي او تودې تبې یې د بدن ځينې برخې له کاره غورځوي او وروسته ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وويل، چې په ماشومانو کې د خورې شوې ناروغۍ په درملنه کې د پکتيکا روغتياپالان پاتې راغلي او نه هم ناروغ لرونکي د اقتصادي ستونزو له کبله خپل ناروغ د درملنې لپاره کابل ته وړلی شي.  

د يادې ناروغۍ نوم او نورو لاملونو په اړه تر اوسه د پکتيکا روغتياپالانو او د دغه ولايت د عامې روغتيا طالب مسوولينو څه نه دي ويلي.

لا معلومه نه ده چې ګډه شوې ناروغۍ يوازې په يحيی خېلو ولسوالۍ کې ده او که د پکتيکا ولايت نورې سيمې هم ترې متضرره شوې دي.