د ږیرې پر خریلو او د سټایلي ویښتانو پر جوړولو د طالبانو بندیز؛ هلمند کې د سلمانیانو کاروبار سوړ شوی

هلمند کې د طالبانو له لوري د سټایلي ویښتانو پر جوړولو، ږیرې خریلو، موسیقي اوریدلو او په سلماني کې د عکسونو پر لګولو بندیز سلمانیان له خپل کاروبار زړه توري کړي او ځینو یې خپل کاروبار پرييښی دی.

ادریس چې د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي سیمه کې د سلماني دوکان لري، وایي چې په ټول کال د اختر شپو ورځو ته په تمه وي چې ډيرې پیسې به وګټي، خو د توقع خلاف سږ کال یې کاروبار د نورو کلونو په پرتله ډیر سوړ دی.

نوموړي وویل: « پخوا به په دې ورځو او شپو کې په خپلو مشتریانو نه شوای رسیدلای، د شپې تر لسو او یولس بجو به مو کار کاوه، اوس د ورځې ایله شل تنه مشتریان ولرو شکر پرې باسو.»

په دې ولایت کي سلمانان زیاتوي، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکي له سهار تر ماښامه په دوامداره توګه د دوۍ کاروبار څاري او که چیرې کوم کس د ږیرې په خریلو یا سمولو ونیول شي دوکان یې تړل کېږی او خپل سلمان هم تر یوې اونۍ پورې په بند کې ساتل کېږي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یو سلمان چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل، چې په دې ولایت کې د امر بالمعروف کارکوونکو د خلکو په شخصي ژوند کې د مداخل له کبله پر دوی د ډوډۍ ګټلو لار تړلې او کاروبار یې په ټپه دریدلی دی.

نوموړی چې د ږیرې او ويښتانو پر جوړولو څو ځله د طالبانو له لوري بندي او تحقیر شوی اطلاعات روز ته وویل: «درې ځلي د ږیرې پر جوړولو بندي شوی یم، سر یې را خریلی دی، خو د ږیرې د خریلو او د مشتريانو د ذوق له منلو پرته هیڅ چاره نه لرو.»

د ده په خبره، چې مخکې یې د خپلې سلماني څخه دومره پیسې ګټلې چې ګوزاره یې پرې کیدله، خو اوس چې د کار ساحه یې محدوده شوې نه شي کولای چې د دوکان کرایه پوره کړي. هغه وایي چې د ویښتانو او ږیرې په جوړولو یې له مشتریانو ۱۵۰ افغانۍ اخیستې چې ډیری مشتریان یې د ږیرې د جوړولو لپاره په اونۍ کې یو یا دوه ځله راتلل، چې اوس یې هغه مشتریان له لاسه ورکړي او د ویښتانو د جوړولو لپاره ایله په میاشت کې یو یا دوه ځله راشي.

دغه سلمان وویل: «د سر په جوړولو موږ ۵۰ افغانۍ اخلو او د ږیرې په جوړولو ۱۰۰ افغانۍ، دا زموږ لپاره ډير ښه وو ګوزاره پرې کیدله، د ږیرې جوړولو مشتریان ډير وو او په هفته کې به مو دوه ځله د یو مشتري ږیره جوړوله، خو د سر ویښتیانو مشتري په دوو میاشتو کې هم اړتیا نه پیدا کوي چې یوې سلماني ته ولاړ شي اوس د دوکان کرایه په ستونزو پیدا کوو.»

هلمند کې یو شمیر نور سلمانان بیا وایی، که څه هم دوی د ږیرې او ویښتانو له سټایلونو منع شوي، خو بیا هم ډير ځوانان په کورونو کې خپلي ږیرې جوړوي، چې په وینا یې دې چارې یوازې د دوی کاروبار اغیزمن کړی؛ نور یې کومه ګټه نه ده کړې.

حمیدالله چې د ویښتانو د جوړولو لپاره سلمان ته ناست دی ږیره یې خپل کور کې جوړه کړې او وایي چې دا د نوموړي فردي حق دی او باید څوک یې ورڅخه وانخلي.

د اختر محمد (مستعار) په نوم سلمان وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر غړي یې دوکان ته ورغلي او دوۍ ته یې امر کړی چې د ځوانانو د ږیرې خریل او د «غیر شرعي» ویښتانو جوړول بند کړي او که ونیول شول د سختي سزا سره به مخ او دوکان به یې تر یوې اونۍ پورې وتړل شي.

هغه وویل:«زموږ مشتریان اکثریت ځوانان دي، هر یو یې خپل ذوق لري، که ذوق یې ونه منل شي هغوۍ زموږ څخه ځي بل چیرته یې جوړوي، اوس اکثره سلمانیان د خلمو کورونو او شخصي دوکانونو ته ځي د خپلو مشتریانو سر او ږیره جوړوي.»

رحیم الله بیا بل هغه سلمان دی چې درې میاشتې مخکې یې خپل کاروبار پرییښی او وایي، چې د هغه د کاروبار عزت د طالبانو په نظام کې نه و او څو ځله د امربالمعروف او نهی عن المنکر له لوري تحقیر شوی او بندي شوی، چې له امله یې اړ شو خپل کاروبار پریږدي.

هغه وویل: «څو ځله د ږیرې او ويښتانو د جوړولو پر مهال د امربالمعروف او نهی عن المنکر له لوري بندي شوی یم، بدې خبرې راته شوي او زموږ کار ته په سپکه کتل شوي، د مشتریانو مخته بې عزته شوی یم، پرته له ږیرې جوړولو سلماني فلج شوه او د څو میاشتې کرایه راباندې قرض وه، بلاخره مجبور شوم د سلماني وسایل مې خرڅ کړم او کاروبار پريږدم.»

نوموړی چې د حقوقو په برخه کې لیسانس هم لري وایي، چې په دولتي او غیر دولتي موسېساتو کې پرته له واسطې څوک نه شي مقرریدلی، نو ځکه خو تر اوسه بې کاره پاتی دی.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سلمانیانو شمیر تر ۵۰۰ پورې رسیږي چې په زرګونو کسان په کې په کار بوخت دي، خو د طالبانو د امربالمعروف د لګول شوي بندیزونو له کبله زیات شمیر سلمانیان د اقتصادي ستونزو مخ او خپل کاروبار یې پرییښی دی.