پکتيکا کې د تندر پریوتو له امله يو کس وژل شوی

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو په پېښه کې يو تن وژل شوی دی.

د دې ولايت لپاره د طالبانو امنيې قومندانۍ په يوې خبرپاڼې کې ويلي چې تېره شپه (یکشنبه، ۲۶ د وري) د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند په «ميست» سيمه کې پر يوه ۲۳ کلن ځوان چې پر موټرسايکل سپور و، تندر را پریوتی چې له امله يې نوموړی وژل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په هيواد کې د وروستيو سختو ورښتونو له پيلېدو سره سم په يو شمېر ولايتونو کې خلګو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي او همدا راز په کندهار کې هم يو تن د تندر لوېدو له کبله مړ شوی و.