خامک؛ د کندهاريو ښځو د محروميت اسره

د خامکو لاسي کار چې تقريبا ټول د ښځو له لوري مخته وړل کېږي، په هيواد کې د زرګونو ښځو او کورنيو لپاره د مجبوريت يو انتخاب دی، خو داسې ښځې هم شته چې د خامکو کار په شوق او لیوالتیا سره کوي. خامک که څه هم په لاسي صنایعو کې يو په زړه پورې صنعت دی او د افغان مېرمنو د هنر استازيتوب کوي، خو د دې هنر ظرافت په عين حال کې د مېرمنو د ستړي ژوند کېسه بیانوي او بې ‌وزله کورنيو ته د «وخوره مه مره» په کچه ډوډۍ ورکوي او هممهاله سترگې پېکه او ځوانې ملاوې کړوپوي.

خامک ګنډل د افغانانو یو له دودیزو او ښکلي لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي، د ښځینه او نارینه‌وو  لپاره په رنګارنګ او نازک ډیزاینونه سره جوړیږي، په خامک ګنډلو کې د ورېښمو تارونه او د لوړ کیفیت ټوکر لکه کتان یا شبیر کارول کیږی، دا هنر په کندهار، هرات، فراه او مزارشریف کې ډیر مشهور دی او د ښځو لپاره د عاید لویه سرچینه هم ګڼل کېږي.

خامک ګنډل که څه هم په کتان، نخي او جالۍ باندې کاریږي، خو تر ټولو ښه ټوکر چې خامکي کار پرې کېږي، هغه د پاناما ټوکر دی چې ډیر مینه وال لري او په سویلي ولایتونو کې د نارینه دودیزو جامو لپاره همدا ټوکر ډیر کارول کېږي.

 سره له دې چې ماشیني صنعت د لاسي صنايعو صنعت له ننګونو سره مخ کړى، خو بيا هم افغانستان کې د خامک هنر خپل مينه وال لري او خپل ارزښت او مقام یې د بډايه فرهنګ په ډګر کې ژوندی ساتلی دی.

دغه راز خامک په هیواد کې د ډېریو ښځو د مجبوريت تکيه هم بلل کېږي؛ زرمينه يوه له هغو میرمنو ده چې د ژوند تنګلاسۍ يې د خامکو په کار اسانه شوې. نوموړی چې دا هنر په ماشومتوب کې له خپلې میرنۍ مور څخه زده کړی وایي، د پلار په کور کې ورته ځان یوازې ښکاریده، نو تر ډیره یې خپل وخت د خامک په ګنډلو تیروه، چې له امله یې له دې هنر سره مینه زیاته او اوس د خپل خاوند په کور کې هم د خامک کار کوی او خپله کورنۍ پرې ساتي.

زرمینه زیاتوي: «میرې مې پلارګټلې پيسې نه راکولې، بس دا خامک یې را زده کړ کله به مې چې غاړې جوړې کړې، هغې به بازار ته وړلې ما ته به يې جامې، ټيکري او بوټونه اخيستل، زه به نه خبرېدم چې په څو يې پلورلي او څومره پيسې پاتې شوې دي.‌»

نوموړې د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «په کور کې زما یوازينۍ ساتیري همدا د خامک کار و، د کور له کارونو څخه وروسته به تر ماښامه ورته ناسته وم، خوند يې راکاوه، پر هېڅ خبره نه وم چې پلار او ميرې مې يوه ړانده ته ورکړې وم، د واده پر شپه پوهه شوم چې چاته يې واده کړې یم، د مېړه کور مې له کندهار ښار څخه لېرې په یوه ولسوالي کې و، د پلار له کوره لېرې له یوه ړانده سړي سره  چې هېڅ يې نشوای ليدلی ژوند کول ډېر سخت و،‌ مجبوره وم کوم بل انتخاب مې نه درلود، وروسته بیا مور شوم، مګر له خامک ګنډلو سره زما مينه کمه نشوه.‌»

د لاسي خامکي غاړو جوړول له دریو تر اوو میاشتو وخت نیسي، چې بې وسه افغان میرمنې دغه زخمت د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو په موخه ګالي

د زرمینې میړه چې درې کاله وړاندې وفات شوی زیاتوي، چې نابینا خاوند یې د ګټې وټې نه و، کله ناکله به یې پیسې ګټلې، نور ټول کار د دې په غاړه و او د خامک ګنډولو له لارې خپل ټول لګښتونه پوره کول او اوس هم له دې لارې خواري کوي، خو په خبره یې چې لاسي غاړې ارزانه شوي او د پخوا په څیر پیسې نه ګټي او دا مهال یوازې د خپل لاس مزدوري اخلي، نور وسایل لکه ټوکر او تارونه ورته هغه خلک راوړي چې د غاړې فرمایش یې ورکړی وي.

زرمینه د خپل میړه څخه خپله نه ده بلکې د خپل پلار او میرې څخه زړه خوري او وایي، چې د څو لکو افغانیو په بدل کې یې په یو داسې چا پلورلې وه چې آن ځان یې نه شو سمبالولی.

نوموړې وویل: «له هغه وخته چې کونډه شوې یم د دومره ډېرو مسووليتونو تر فشار لاندې مې په ماغزو زور راځي، ډاکټر راته ويل چې همدغه د خامک کار دې کوه او خپل غم پرې غلطوه خو ځان ورباندې مه ستړی کوه، اوس دا ګنډل د اولادونو د خرچې سربېره، خپل غم د غلطولو لپاره هم کوم.‌»

بلخوا د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل د دې لامل شوي چې ښځې د خامک ګنډولو ته مخ کړي او اوس مهال ډیرې نجونې له زده کړو د محرومیت غم د خامک په ګنډولو سره غلطوي.

حميده چې په یوه دولتی ارګان کې مدیره او په اداره او منجمنټ کې لېسانس لري، د لاس ګنډلي خامک یې ډېر مشهور دي او نوموړې دا هنر په ایران کې د مهاجرت پر مهال له یوې افغان میرمنې څخه زده کړی دی.

حمیدې د خپل زده کړي هنر په اړه وویل: «موږ په تهران کې ژوند کاوه، د هجرت په شپو ورځو کې یوه سپین سرې پښتنه مو ګاونډۍ وه، مور به مو بلله، په دوو کلونو کې مې د هغې له نږور څخه خامک زده کړ، یوازې خامک نه و بلکې د ستنې هر ډول کارونه لکه ګراف دوزي او د مریو کار چې پر غاړو کېږی، هلته چا د خامک کار ته توجه نه کوله خو ما په خپله خوښه زده کړ او خوشاله وم چې د وطن يو لاسي هنر مې په مهاجرت کې زده کړی او ساتلی دی،‌ وطن ته چې راغلم هېچا فکر نه کاوه چې زما به دا هنر زده وي، د زامنو او لوڼو غاړې ټولې مې په خپله جوړې کړې دي، خو نورو خلکو او يا د سوداګرۍ لپاره يې نه جوړوم، وخت یې نلرم، په خپله دنده کې مې ډېره بوخته يم، خو خامک زما او د اولادونو مې خوښ دی.  ما دا هنر خپلو لوڼو ته هم ښودلی او اوس چې دوی له ښوونځیو څخه منع شوې دي  په کور کې همدا د خامک او ګراف کارونه کوي.»

په افغانستان کې له پېړيو راهيسې خامک رواج دی او د یو ښکلي لاسي صنعت په توګه د هیواد په مرکزي او سویلي سیمو کې ډیر مشهور دی. خامک د ډېری توکمونو په تېره بیا د د پښتنو او هزاره وګړو ترمنځ ډېر ارزښت لري او ګنډل يې له څلورو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي، خو هراتۍ غاړې بیا تر کندهارۍ هغو يو څه اوږدې او په طلایی تارونو ګنډل کېږي.

د افغانستان په مرکزي ولايتونو او هزاره‌جات کې کابو هره مېرمن دا هنر زده لري او هلته ښځينه خامکي غاړې، لستوڼي، پایڅې او د ټيکري څنډې ډېرې دود دي.

په کندهارۍ غاړو کې خامک ډېر ميده او نازک وي، چې پتنوسي غاړې يې ډېر نوم لري او په يوه سیټ کې غاړه، لستوڼي او څادر خامکي جوړیږي، چې د هرې غاړې جوړول له درېيو څخه تر شپږو او يا اوو مياشتو پورې وخت نيسي او د ظرافت او ډېر کار له کبله يې بيې له اووه زرو افغانيو څخه نیولې تر ۳۰ زرو پورې رسېږي.