Photo: weixin.qq.com

چين: طالبان دې د ټولګډونه حکومت په تړاو د نړيوالې ټولنې منطقي اندېښنو ته ځواب ووايي

اطلاعات روز: د چين حکومت له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په تړاو دې د نړيوالې ټولنې منطقي اندېښنو ته په فعاله توګه ځواب ووايي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې رييس ليو جين سونګ دا غوښتنه د سې‌شنبې په ورځ (۲۸ د وري) په بيجينګ کې «د بشرپالو مرستو او اقتصادي بيا رغونې په برخه کې د چين او افغانستان د ارتباطي ميکانيزم» په درېيمه غونډه کې مطرح کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت دې چارواکي همدا راز د افغانستان د «اوسني سخت وضعيت له مسوولو» هيوادونو غوښتي چې د دې وضعيت په تړاو دې خپل مسووليتونه په جدي توګه ترسره کړي، د افغانستان بندې پيسې دې ورکړي او «د افغانستان د خلکو پر ټپ دې مالګې نه دوړوي».

ده زياته کړې چې چين همدا راز له افغانستان سره د بشرپالې مرستې لپاره د نړيوالو هڅو ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دې غونډه کې د دې وزارت استازو او همدا راز د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، کډوالو او راستنېدونکو چارو او طبيعي پېښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزارتونو ګډون کړی وو.

د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې په دې غونډه کې طبيعي پېښو ته د رسيدنې، د شړل شويو کډوالو د ميشتيدنې او روغتيايي برخه کې له افغانستان سره د چين مرستې ارزول شوې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې چين د کډوالو د ځای پر ځای کېدو، په زړه د سوريو ناروغانو په درملنه، د ظرفيت لوړونې په موخه د کارمندانو د روزنې او د زده کړيالانو لپاره د تحصيلي بورسونو د زياتوالي په برخه کې له دې ډلې سره همکاري کوي.

همدا راز دې وزارت ويلي، چې له چينايي چارواکو سره د سوداګرۍ د پراختيا، د جلغوزیو تر صادراتو وروسته د انارو د صادراتو او د واخان کوريډور د ارزښت او احتمالي ګټو په اړه خبرې شوې دي.

چين او طالبانو د وروستيو دریو کلونو پر مهال له يوه-بل سره پراخې اړيکې لري او د چين دولت په نړۍ کې يوازينی او لومړنی هيواد دی چې د دې ډلې سفير يې رسما منلی دی.

له دې سره – سره چينايي چارواکو بيا – بيا له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او په دې برخه کې دې شته اندېښنو ته ځواب ووايي.