انځور: استول شوی

اوچا: سېلاب په افغانستان کې تر يو زر او ۵۰۰ زياتې کورنۍ اغېزمنې کړې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې په افغانستان کې د وري مياشتې له ۲۲ څخه تر ۲۸ پورې د سېلابونو د راوتلو له وجې يو زر او ۵۹۰ کورنۍ اغيزمنې شوې دي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۳۰ د وري) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د سېلابونو له وجې ۴۷ کورونه ويجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور پر بنسټ، د دې سېلابونو له وجې په افغانستان کې ۳۵ تنه مړه شوي او ۴۷ نور ژوبل شوي دي.

اوچا زياته کړې چې د سېلاب له وجې تر ټولو ډېر تلفات په ارزګان ولايت کې پېښ شوي چې ۱۲ تنه وو.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، په هلمند کې پنځه، په بادغيس کې څلور، په کندهار کې څلور، په لغمان کې دوه، په پروان کې دوه، په کابل کې درې او په ننګرهار کې يو تن د سېلاب له وجې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې دې سيلابونو ۱۹۸ کورونه ويجاړ شوي او نورو ۷۳۸ کورونو ته زيان اوښتی دی.

د اوچا په راپور کې راغلي چې په دې سېلابونو کې ۶۳ زره او ۷۰۰ جريبه  کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې او ۴۷۰ څاروي هم تلف شوي دي.

اوچا ويلي چې د راتلونکو اونيو پر مهال هم د افغانستان په مرکزي، سويلي، سويل ختيځ او لوېديځو سيمو کې د ورښت د نوې څپې وړاندوينې شوې دي.

دې بنسټ زياته کړې ده چې د اوبو د ذخيرو ډکېدو ته په پام د سېلابونو د راوتلو په تړاو انديښنې راپيدا شوې دي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د سېلابونو د راوتلو له وجې ۷۰ تنه مړي او ۵۶ نور ژوبل اعلان کړي.

همدا راز طالبانو ويلي چې د دې سېلابونو له وجې دوه زره او ۵۰۰ کورونه په بشپړه او يا هم په جزي توګه ويجاړ شوي دي.