په ایران او پاکستان کې د افغانستان د تېر حکومت نظامیان د شړلو له ګواښ سره مخ دي

اطلاعات روز:  «د افغانستان له پخوانيو پوځیانو د ملاتړ کمېټه» وايي، په ايران او پاکستان کې پخواني پوځيان د شړلو له ګواښ سره مخ دي او که چېرې وشړل شي، ژوند يې په خطر کې لویږي.

دغه کمېټه چې له پخوانیو پوځیانو جوړه ده، نن (یکشنبه، ۲ د غویي) یې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه ډېر اخراج شوي سرتېري د طالبانو له لوري نیول شوي او حتا وژل شوي او یا هم نامعلومو ځایونو ته وړل شوي دي.

د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته یو شمېر پوځیان د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې پاکستان او ایران ته تښتېدلي دي.

د «پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې» په وینا، هغه پوځیان چې په ایران کې یې د سرشمیرنې په پلان کې برخه اخیستې، اندیښنه لري چې دغه هیواد به د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره طالبانو ته د دوی معلومات او ادرس ورکړي.

دغه راز دغې کميټې زياته کړې، چې په ايران کې ځينې پخواني پوځيان چې په سرشميرنه کې يې ګډون نه دى کړى او په غير قانوني ډول ايران ته ننوتي، ډير ناوړه شرايطو کې قرار لري او په پټه او ډار کې ژوند کوي.

پاکستان هم د تېر کال له پای څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پېل کړې ده.

د «افغانستان پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې» له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ایران او پاکستان له حکومتونو سره په همغږۍ دې د پخوانیو افغان پوځیانو قانوني حضور د مهاجرینو په توګه برابر کړي.

دغې کمیټې د ایران او پاکستان له حکومتونو هم غوښتي چې د افغان کډوالو په تېره بیا د پخوانیو پوځيانو او د هغوی د کورنیو له ځورولو لاس واخلي او دغه بیرته ستانه نه کړي.

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې دغه راز له هغو هیوادونو څخه چې کډوال مني غوښتنه کړې چې د افغانستان پخوانیو سرتیرو په ځانګړې توګه ښځینه سرتیرو ته بشري ویزې ورکړي، ځکه چې دوی د افغان ټولنې نورو برخو ته بشري ویزې ورکړي دي.

دغې کمېټې د تېر حکومت له پوځي چارواکو غوښتي، چې د عقیدې او وجدان له مخې خپل ملګري یوازې پرینږدي.

طالبانو واک ته د رسېدو په لومړیو کې عمومي عفوه اعلان کړه او ویې ویل چې پخواني پوځي منسوبین او چارواکي معاف دي، خو په تېرو درېیو کلونو کې د دغې ډلې له خوا په وار وار پخواني پوځيان نیول شوي او وژل شوي دي.

د «افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې» د پوځیانو له حقونو څخه د دفاع له بنسټونو غوښتي چې د یوه منظم پروګرام له مخې د افغانستان د پخوانیو پوځیانو ملاتړ وکړي او د بشري حقونو د نقض، غیر قانوني نیول کېدو او د طالبانو د وژنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

دغې کمیټې د طالبانو له زندانونو د څارنې غوښتنه کړې چې له دغې ډلې څخه پخواني نظامیان خلاص کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه