Photo: UNDP

ملګري ملتونه: افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی.

دې پروګرام د «ځمکې د ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې د دې موضوع یادونه کړې ده. د اپریل ۲۱مه چې د غویي میاشتې له دویمې نیټې سره سمونه خوري د ځمکې ورځ نومول شوې.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي: «د ځمکې د مور په ورځ، راځئ چې خپل ځانته یادونه وکړو چې افغانستان د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی، په سلو کې ۷۹ کورنۍ کافي اوبو ته لاسرسی نلري، په داسې حال کې چې یوازې ۲۰ سلنه د پایپ اوبو ته لاسرسی لري.»

افغانستان د اقلیمي بدلون په لسو ډیرو زیانمنو هیوادونو کې دی.

دغه هیواد په وروستیو کلونو کې سخته وچکالۍ او ویجاړونکي سیلابونه تجربه کړي دي.

د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې پرون د ځمکې د ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت زیانمن شوی او له نړیوالو یې غوښتي چې د سیاسي مسایلو پرته دې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.