پټې وژنې؛ نيمروز کې د يو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د یو ځوان جسد موندل شوی.

په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ (دوشنبه، ۳ د غویي) د خاشرود ولسوالۍ اړوند «خاش» کلي کې په یوې څاه کې موندل شوی.

د دوی په خبره چې یاد ځوان لومړی په ډير بې رحمانه ډول وژل شوی او وروسته يې جسد یوې زړې څاه ته غورځول شوی دی.

طالب مسوولین زیاتوي، چې د وژل شوي ځوان جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی او د دوی ځایي پولیسو د قاتلينو د موندلو هڅې روانې کړې دي.

د هیواد په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت د پټو وژنو خبر ورکول کېږي، چې دې چارې خلک اندیښمن کړي او د طالب چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.