ارزګان کې وروستیو ورښتونو د ۷۰ مدرسو او ښوونځیو ودانۍ زیانمنې کړي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست وایي، چې وروستیو ورښتونو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۶ دیني مدرسو او ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې کړې دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست نن (پنج شنبه، ۶ د غویي) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه مدرسو او ښوونځیو ودانۍ د تېرو څو ورځو پرلپسې ورښتونو له کبله زیانمنې شوې دي.

خپرپاڼه کې راغلي، چې یاد ریاست د زیانمنو شویو مدرسو او ښوونځیو د بیا رغولو توان نه لري او له همکاره موسېساتو څخه یې غوښتنه کړې چې د دې ښوونیزو مرکزونو په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي.

خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې یاد تعلیمي مرکزونه د ارزګان په کومو سیمو کې ویجاړ یا زیانمن شوي، یوازې یې څرګنده کړې چې بارانونو د دې ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۷۰ دیني مدرسو او ښوونځیو ته زیان رسولی.

د کوچني اختر را وروسته د هیواد په ټولو ولایتونو کې پرلپسې ورښتونه خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي، چې نن، سبا او بل سبا هم د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.