اطلاعات روز: په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې په دې هېواد کې هره مياشت شپږ ميليونه کسان خوراکي توکي او نغدې پيسې ترلاسه کوي.
دغه مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن په مالي ملاتړ برابریږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د دغو کسانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.