تورخم؛ د افغان ناروغانو لپاره لانجمنه دروازه او د کمېشن‌کارانو لپاره تود بازاز

پاکستان د تېرې وري/حمل میاشتې په پای کې د هغو افغان ناروغانو او د هغوی د پایوازانو پر وړاندې د تورخم دروازه وتړله چې تر دې مخکې به د طالبانو د روغتیایي کمېسیون په ټوکن یاد هېواد ته د درملنې په موخه تلل.

پاکستاني لوري ویلي، چې په تورخم دروازه نور هغو ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې قانوني اسناد (پاسپورټ او ویزه)  نه لري.

که څه هم هیواد کې دننه د ډیری ناروغیو درملنه شونې ده، خو هغه شمېر ناروغان پاکستان ته ځي چې د زړه او د سرطان په ناروغیو اخته وي، خو اوس دغه ناروغان خپل روغتیایي حالت اندېښمن کړي او وايي، په هېواد کې د سرطان او د زړه ناروغانو د درملنې امکانات کم او پاکستان ته په تګ له ستونزو سره مخ دي.

د یو شمیر ناروغانو پایوازان وایي، چې ورځ تر بلې د دوی د ناروغانو حالت په خرابېدو دی او په وینا یې که د دې لارې د خلاصېدو په برخه کې اقدام ونه شي ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

حسب الله د خپل پلار د ناروغۍ په اړه وویل: «پلار مې سرطان لري، دوه ځلې په ډېرو ستونزو، څو شپو انتظار وروسته چې نه مو سم پاک خواړه درلودل نه د اوسېدو او نه د رفع حاجت لپاره ځای لرل د ټوکن په واسطه پاکستان ته واوښتو، وروسته له هغه چې ټوکن بند شو موږ د نارمل ویزې لپاره اپلای وکړ چې له ۵۲ ورځو وروسته زما پلار ته چې ډېر یې حالت خراب دی او د یواځې تګ توان نه لري ویزه صادره شوه، خو زه چې باید ورسره لاړ وی ماته ویزه نه وه راغلې مجبور شو چې پلار مې یواځې پاکستان ته ولېږو.»

تورخم کې هره ورځ سلکونه افغانان پاکستان ته د تګ په موخه په کتارونو کې ولاړ وي. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز مجید هروي چې ځوانه خور یې د «ثدیې» سرطان لري او هغه یې له هرات ولایت څخه مرکز ته د درملنې په موخه راوستې، وایي چې شاوخوا پنځه میاشتې کېږي چې د خور درملنه یې نه ده شوې او په ډیر ګړاو کې شپې سبا کوي.

هغه زیاتوي، چې یو میاشت مخکې یې کابل کې په یوه شخصي روغتون کې د هغې معاینه کړې او معلومه شوې چې د دوا نه خوړو له امله یې ناروغي زیاته شوې او نورو بدن یې ورته نیولی دی.

مجید وویل: «زموږ لويه هيله دا ده چې دغو ستونزو ته یوه دايمي حل لاره پیدا شي، څو ځلې مو ویزې ته اپلای وکړه، خو بېرته رد شولې، نو طالبانو څخه مو هېله ده، چې يوه دايمي حل لاره وګوري، که زما په خور څه وشي مور مې او ټوله کورنۍ مې له منځه ځي.»

دغه راز یوسف چې یو میاشت مخکې یې ځوانې خور د زړه دریدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، وایي خور یې د زړه ناروغي درلوده چې مخکې له دې به یې هند ته بېوله، خو د طالبانو په راتګ سره هند افغانانو هم ویزې نه ورکوي.

هغه وویل: «ټول مرزونه د ناروغانو پر مخ تړلي دي، ویزې اخیستل هم ستونزمن دي ځکه د هند ویزه نشته او پاکستان هم تجارت شروع کړی پر خلکو خپل سفارت یې د دې لپاره تړلی چې خلک ویزه په پیسو واخلي او هېواد ته یې ګټه ورسېږي، کمیشن کاران ویزه په ډېره لوړه بیه وباسي، درې میاشتنۍ ویزه په ۹۰۰ ډالره باسي موږ غریب خلک یو له کومه کړو دومره پیسې، دا څه ظلم روان دی څوګ نشته پوښتنه وکړي چې دا ولې.»

دغه ناروغان وایي، چې اوس مهال د پاکستان ویزې بندې دي او کمېشن کاران یې په تور بازار کې په ډېره لوړه بیه راباسي.

ناروغان او د هغوی پایوزان د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دوی د ستونزو د حل په موخه په افغانستان کې د درملنې زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په تورخم کې د دغو ناروغانو ستونزې مني، خو وایي چې له پاکستاني لوري سره یې د ویزو د ورکړې په برخه کې خبرې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د دې ستونزې د حل په برخه کې هیله‌مندي ښیي، خو هغه ناروغانو ته د ټوکن د بیا پیلېدو په اړه څه ونه ویل.

تکل وویل: «له پاکستاني لوري سره د ویزو د ورکړې  په برخه کې موږ ګڼې هڅې کړي، زموږ هڅو نتیجه ورکړې البته لاهم په یاده برخه کې څه ستونزې شته چې د حل په موخه یې هڅې جریان لري، هیله‌مند یو چې پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړو.»

په همدې حال کې په کابل کې د جمهوریت روغتون رییس ډاکټر محمد امین وویل، چې سرطان یوه ډېره خطرناکه ناروغي ده چې درملنه یې پرمختلي تشخیصه وسایل غواړي، خو په وینا یې چې په افغانستان کې د دغو ناروغانو درملنه ناشونې ده.

ښاغلی امین په افغانستان کې د ناروغانو لپاره د بستر، متخصصینو، تشخیصیه وسایلو کمښت او د شعاع یا راډیو تراپي ماشین نشتون د سرطاني ناروغانو د درملنې پر وړاندې لویې ننګونې بولي.

هغه وویل: «متاسفانه مونږ وسایل نه لرو سرطان پر وخت تشخیص غواړي، مریضان په ډیر ځنډ سره مربوطه ډاکټر ته مراجعه کوي چې درملنه یې ناشونې وي او مختلف اعضا یې نیولې وي، ورسره راډیو تراپي یا د شعاع په واسطه درملنه غواړي چې  په افغانستان کی نشته.»

د دغه روغتون د رییس د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د مثانې، په ښځو کې د ثدیې او د رحم، د هډوکو، پوستکي او د کولمو سرطان زیات شوی دی.

هغه د سرطاني ناروغیو د زیاتېدو لامل په هېواد کې د کمیاوي وسلو کارول او د چاپېریال ککړتیا بولي.

د ښاغلي امین په وینا، په وروستیو کلونو کې هغه جنګي وسلې چې په هېواد کې ازمایل شوي ښایي په راتلونکو کلونو کې د سرطان او د زړه ناروغیو کچه نوره هم لوړه کړي.

هغه وایي، چې په افغانستان کې د سرطان ناروغان له سختو کړاونو سره مخ دي او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي او د هېواد د هر ولایت په کچه باید مرکزونه، بشري منابع ، پرمختللي تشخیصیه وسایل او د شعاع یا راډیو تراپي څو مرکزونه جوړ شي.

هڅه مو وکړه چې په افغانستان کې د پاکستان د سفارت د مسوولانو نظر هم ولرو، خو هغوی زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم په ځلونو پاکستان په بېلابېلو پلمو د افغان ناروغانو، سوداګرو او مسافرو پرمخ دغه لاره بنده کړې چې له امله یې دواړو خواوو ته خلک په تېره بیا ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.