پکتيکا د هيواد د سويل ختيځ زون له لېرې پرتو ولايتونو څخه دی، وروستيو کلونو کې طبیعي پېښو د نړيوالو مرستندويه موسېساتو پام ور واړوه او په خپلو فعاليتونو کې يې ډېروالی راوست، خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، تېرو دوو مياشتو کې د يادو نړيوالو ادارو او خيريه بنسټونو په مرستو او فعاليتونو کې کموالی راغلی دی.
د موسېساتو ځينې غړي هم د همکاريو کمېدل مني او تر يو بريده يې لامل په يادو ادارو کې په ښځينه کارمندانو د کار کولو بنديز بولي.
د خلکو په مشرۍ پراختیایي موسېسه، هوساینې موسېسه، براک، یونیسف، د خوړو نړیواله اداره، IOM، OHW CWSA او ځینې نورې هغه مرستندویه موسېسې دي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په پکتیکا ولایت کې خلکو ته پراختیايي پروژې، نغدي او د خوراکي توکو مرستې وېشي، خو له دې ډلې یې ځینو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په یادو همکاریو کې بېساری کموالی راوستلی دی.
د پکتیکا ولایت د شخيل اباد ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم الله اطلاعات روز ته وویل، چې په ولسوالۍ کې یې د نورو موسېساتو ترڅنګ هوساینې موسېسې ښه فعالیت کاوه او له ګڼو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره به یې د لاسنیوي برخه کې د شمسیانو، خیاطي ماشینونو او نورو موادو د ورکړې همکاري کوله.
هغه زیاتوي، چې اوس یادې موسېسې هم په کېدونکو مرستو کې ډېر کموالی راوستی او اوسنی فعالیت یې په نشت حسابیږي.
نوموړي وويل: «دلته زمونږ په سيمه کې هوساينې موسېسې ډېره مرسته کوله هم يې له خلکو سره د خوراکي توکو او هم په بيارغونه برخه کې ځينې پروژې پلې کولې، خو دا دوه مياشتې يې هيڅ د پام وړ فعاليت نه دی کړی، مونږ يې هم په لامل نه پوهېږو، خو طالبان بايد دوی ته اسانتياوې برابرې کړي، چې خلکو سره مرستې وکړي.»
پکتیکا ولایت د ۲۲ ولسوالیو په درلودلو سره پراخه مساحت لرونکی ولایت دی، خلک یې پر ځان بسیا اقتصاد نه لري او زیاته تکیه د موسېساتو پر مرستو کوي.
د دغه ولایت د مرکز ښرنې اوسېدونکي حاجي روزي خان وویل، که په اوسني ناوړه اقتصادي حالت کې موسېسات مرستې ونه کړي او نور کموالی هم په کې راولي، نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
هغه وویل: «دلته په ارګون، ګيان او برمل کې WFP ، IOM او ځينې نورې موسېسې وې، چې هم يې له زلزله ځپلو او هم له نورو غريبو خلکو سره مرسته کوله خو ځينې خنډونه لکه د سيمه ييزو مسوولينو او قومي مشرانو لاسوهنې يې د فعاليت پر وړاندې د دې باعث شول چې يا دلته فعاليت بند کړي او يا په مرستو کولو کې کموالی راولي.»
په دغه ولایت کې ځینې خلک بیا د یو شمېر نړیوالو او داخلي موسېساتو پر فعالیت نیوکه هم کوي، ځوان فعال کاظم وايي، په دې ولایت کې یې د یادو مرستندویه ادارو له لوري رغنیزې پروژې پلې کیږي، خو د نه څار او فساد له امله په خورا ټیټ کیفیت یې کارونه ترسره شوي، چې وروسته په لنډ وخت کې بیرته له منځه تللي دي.
کاظم داسې وويل: «موسېسات دلته د خدای د رضا لپاره له خلکو سره مرستې نه کوي، دوی خپل اهداف لري، ښه ده چې فعاليتونه يې بند شي، ځکه دلته يې زمونږ په سيمه کې پلونه او ويالې جوړې کړې، په خدای يو کال نه دی پرې تېر شوی اوس يې مخ او څټ نه معلوميږي، نو داسې مرسته او همکاري به څه کوو.»
په دغه ولايت کې د يوې نړيوالې موسېسې غړی چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، ویې ویل چې په ښځو د طالبانو له خوا د کار بنديز د موسېساتو د فعاليتونو د پېکه کېدو لوی لامل دی.
هغه وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د ناروې کمېټې او ځینو نورو نړیوالو موسېساتو د طالبانو د زیاتو محدودیتونو له کبله فعالیت بند کړی او له هیواده وتلې دي.
نوموړی زياتوي، که اوسني محدويتونه راکم او د فعاليت پر وړاندې شته نور خنډونه له منځه يوسي نو په ښه ډول به پروژې پلي او هم به د اړمنو خلکو لاسنیوي شوی وي.
هغه وايي: «يوازې د موسېساتو فعاليت په پکتيکا نه ډېرو ولايتونو کې پېکه شوی، دا ولې چې په موسېساتو کې د ښځينه کارمندانو کار ډېر مهم دی، مونږ چې چېرته سروې کوو، بغير د ښځينه کارمند له شتون پرته يې نه شو کولای، ځکه هغوی په اساني د اړمنو ښځو ستونزې راخيستلی شي، نو دا خنډونه دې نور ختم شي او د همکارۍ کولو اجازه دې ورکړل شي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه په پکتيکا ولايت کې د طالبانو د ولايتي مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو د هغوی په نظر اخيستلو بريالي نه شوو.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې ويلي و، چې دوی ټولو هغو موسېساتو ته د فعاليت اجازه ورکوي، چې هدف يې يوازې له خلکو سره همکاري وي او نور اهداف ونه لري.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پکتيکا او د هيواد په ګڼو نورو ولايتونو کې نړيوالو مرستندويه موسېساتو فعاليتونه ډېر کړل او موخه يې په اوسني خراب اقتصادي وضعيت کې له ملکي خلکو سره همکاري بولي، خو خلک وايي، دا مرستې په شفاف ډول تر اړمنو نه رسيږي.