ننګرهار کې یو شل کلن ځوان کونړ سیند کې د لامبو پر مهال اوبو وړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یو شل کلن ځوان کونړ سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب او وړی دی.

د سیمې اوسیدونکی تواب خان وایي، دغه ځوان تېره ورځ (دوشنبه، ٧ د غبرګولي) ماسپښین هغه مهال اوبو ډوب کړی کله چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند «ثمرخیلو» سیمه کې د کونړ سیند ته د لامبو وهلو لپاره تللی و.

نوموړی زیاتوي، ډوب شوی ځوان مشتاق نومیده او اصلي د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی او د موندلو هڅې یې روانې دي.

له دې یوه ورځ وړاندې هم د ننګرهار په اوومه ناحیه کې د یوې لېسې د لیلې مدیر او دغه راز په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو ماشوم سیند وړي چې تر اوسه د هغو جسدونه هم نه دي موندل شوي.

ننګرهار کې د ګرمۍ موسم په پېل سره دا ډول پېښې زیاتې شوي چې له امله یې ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځي، چې هر کال د یو شمېر کوچنیانو او ځوانانو د مړینې لامل کېږي.