له ايران او پاکستان څخه په يوه ورځ تر درې زره زيات کډوال افغانستان ته راستانه شوي

Photo: IRNA

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له ايران او پاکستان څخه درې زره او ۷۷ تنه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت له اعلاميې سره سم، پرون (دوشنبه، ۱۴ د غبرګولي) دوه زره او ۴۷۷ کډوال په جبري او داوطلبانه توګه د اسلام کلا بندر له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې په دې کسانو کې ۴۴۹ کسان د اړمنو په توګه پېژندل شوي او د کډوالۍ د نړیوال سازمان له لوري ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې.

دې وزارت زياته کړې، چې په دې کسانو کې ۲۷ ماشومان هم وو چې د «جنګ ماشومانو» موسېسې ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په يوه بېله اعلاميه کې ويلي، چې پرون هم ۵۹۹ کډوال په جبري توګه له پاکستانه افغانستان ته راشړل شوي دي.

د دې وزارت د اعلاميې له مخې، په دې کسانو کې ۳۷۹ تنه د تورخم او ۲۲۰ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.

دا کسان هم د کډوالۍ نړیوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام ته د مرستې ترلاسه کولو لپاره معرفي شوي دي.

په دې وروستيو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړنه او ستنېدنه زياته شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له شمېرو سره سم، هره ورځ په زرګونو تنه له دې دوو هيوادونو په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستنېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه