انځور: خواله رسنۍ

پر ډيورنډ کرښه بې زده کړو ژوند او د ماشومانو تياره راتلونکی

د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې چې «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه پرتې دي ډېری ماشومان ښوونځیو ته د لېرې والي له امله له زده کړو بې برخې دي.

له زده کړو بې برخې ماشومان وايي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پرتو ولسونو ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري او اندېښنه لري که دا حالت دوام وکړي راتلوونکی به یې تیاره او بې برخلیکه وي.

سیمه ییز خلک ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له زده کړو د ماشومانو د بې برخې کېدو لامل د حکومتونو نه پاملرنه او د پاکستاني ځواکونو له لوري توغندیز بریدونه یادوي.

پنځلس کلن نعمت الله چې د کونړ د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمې اوسېدونکی دی او له ښوونځي څخه د لېرې والي له امله له زده کړو بې برخې دی وايي، په سیمه کې د هغه په څېر لسګونه نور ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

دی نیوکه کوي، چې په افغانستان کې تېرو او د طالبانو اوسني رژیم «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د پرتو ماشومانو د زده کړو په برخه کې ناغېړي کړې، چې له امله یې ګڼ ماشومان له زده کړو بې برخې او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه سیمو کې د شته ماشومانو د ښې راتلوونکې په موخه د زده کړو زمینه او امکانات برابر کړي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه وړوکی لوی شوم، دا دی ځلمیتوب ته ورسېدم، خو زمونږ کلي کې مکتب نشته، بل کلي کې شته، خو ډېر لېرې دی رانه، په دې کم عمر کې چې زه باید مکتب ووایم تمامه ورځ پټیو کې کار کوم، زما په شان له دیرشو ډېر کسان په دې کلي کې نور ماشومان هم شته، چې مکتب ترې د لېرې والي له وجې پاتې دی، زه خپلې ایندې ته خفه یم، چې اینده به مو د تېرو نسلونو په شان بې سوادۍ کې تېره شي.»

د کونړ شلتن ولسوالۍ، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته او د ګڼو سیمو ماشومان یې زده کړو ته لاسرسی نه لري. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې له یوه لوري د کار روزګار د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له بل لوري ورته حکومتونه پاملرنه نه لري، چې له امله یې ماشومان له زده کړو محروم پاتې دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د «ګولاپړۍ» سیمې اوسېدونکی فضل الله چې خپل لس کلن زوی یې لا ښوونځي کې نه دی شامل کړی نیوکه کوي، چې د طالبانو په وار وار ژمنو بیا هم دغلته د زده کړو زمینه برابره نه شوه او ماشومان یې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «یوازې زمونږ کلی نه دی، خوا کې مو بل کلی هم دی، چې ماشومان یې مکتب ته نه شي تللی، خپل کلي کې مو مکتب نشته او نورو کلیو کې چې شته هلته ماشومان تګ راتګ نه شي کولای، یوازې له یوې مخې درې ساعته لار ده، زمونږ غوښتنه دا ده، چې دلته دې زمونږ په کلیو کې نږدې مکتبونه جوړ شي که لېسې نه وي حد اقل ابتدایه او متوسطه مکتبونه خو جوړ شي.»

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوندې سیمې، چې د پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه پرې شوي او له امله یې ډېری وخت د سیمې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي او ماشومان یې بیا له زده کړو پاتې وي. انځور: خواله رسنۍ

بل لور ته کونړ کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین «ډېورنډ فرضي کرښې» ته د څېرمه ولسونو ستونزې مني او وايي، هڅه کوي د مرستندویه ادارو پرمټ په هغو سیمو کې چې ماشومان د ښوونځیو د لېرې والي له امله زده کړو ته لاسرسی نه لري سیمه ییز ټولګي جوړ کړي.

د کونړ د پوهنې ریاست طالب رییس محب الله حیدري وايي، تازه یې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوې سیمه کې «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه یو ښوونځی چې د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو له امله د ځايي خلکو له تګ وروسته غیر فعال شوی و، د سیمې خلکو په بېرته ستنېدو فعال کړی دی.

نوموړي وویل: «دا ښوونځی د پاکستاني ځواکونو له لوري په دې سیمه کې د توغندیزو بریدونو له امله په دې بند شوی و، چې د ناامنیو له وجې خلک کډه شوي وو او شاوخوا اته کاله دا ښوونځی غیر فعال و، اوس چې خلک خپلو سیمو ته راغلي دا ښوونځی مو بېرته فعال کړ.»

له دې سره د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوې سیمه کې یو منځنی ښوونځی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله تړلی پاتې و تازه د طالبانو ځايي چاروکاو له لوري پرانیستل شوی.

په دغه ښوونځي کې د نجونو په ګډون شاوخوا شپېته ماشومانو خپلې زده کړې پېل کړي، چې خپلې راتلوونکي ته هېله مند دي.

د یاد ښوونځي زده کوونکی شمس الله وايي، د تېرو جګړو پر مهال نورو سیمو ته کډوال شوي وو، چې زده کړې ترې پاتې وې، چې دې چارې اندیښمن کړي وو.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «زه اوس په اول صنف کې یم، لس کاله مې عمر دی، مونږ د جنګونو له وجې بلې ولسوالۍ ته تللي وو، اوس راغلو او ښوونځی مو فعال شو، ډېر خوشاله یم، ان شاءالله د مکتب په ویلو سره به خپلو ارمانونو ته رسېږم، ډاکټر به شم په خیر، زمونږ مکتب کې کتابونه، کتابچې، قلمونه، سترنجۍ او نور شیان کم دي باید دا شیان مو پوره شي.»

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوې منځني ښوونځي زده کوونکي، چې تازه یې خپلې زده کړې پېل کړي، چې د کتابونو، قرطاسیې او نورو برخو کې د لازمو اسانتیاوو غوښتنه کوي. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې د نجونو په ګډون شاوخوا ۳۷ زره ماشومان ښوونځیو ته د لېرې واټن له امله له زده کړو بې برخې دي.

د معلوماتو پر اساس کونړ کې دا مهال ۴۸۴ ښوونځي فعال دي، چې له ډلې یې ۲۸۲ معیاري ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې او یو شمېر یې په کرايي کورونو کې زده کړې کوي.