چين او پاکستان په افغانستان کې د «پراخ سياسي جوړښت» د جوړېدو غوښتونکي شول

Photo:@XisMoments

اطلاعات روز: چين او پاکستان په يوه ګډه اعلاميه کې د «پراخ سياسي جوړښت» رامنځته کولو او د متعادلو سياستونو پلي کولو ته د طالبانو د هڅولو لپاره د همغږو نړيوالو هڅو غوښتنه کړې.

دا اعلاميه تېره ورځ (شنبه، ۱۹ د غبرګولي) په بيجينګ کې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف او د چين د ولسمشر شي جين پينګ تر ليدنې وروسته خپره شوې ده.

دوی همدا راز له طالبانو د «ښه ګاونډيتوب» د سياست د تعقيبولو او له تروريزم سره د دې ډلې د پرېکنده مبارزې غوښتنه کړې.

دې دوو هيوادو ټينګار کړی چې طالبان بايد اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګریزو موخو لپاره وکارېږي.

د دې هيوادو رهبرانو هوکړه کړې چې د افغانستان د مسلې په تړاو اړيکې او همغږي پياوړې کړي او د افغانستان د پايدار پرمختګ او په نړيواله ټولنه کې د ادغام لپاره رغنده رول ولوبوي.

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف د تېرې اونۍ سې‌شنبې په ورځ په څلور ورځني سفر چين ته ولاړ او د افغانستان د وضعيت په شمول يې د بېلابېلو مسايلو په اړه د دې هيواد له چارواکو سره خبرې وکړې.

دا سفر د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت په «بيشام» سيمه کې د يوه بريد پر مهال د پنځو چينايي انجينرانو تر وژل کېدو وروسته شوی دی.

پاکستان ادعا کوي چې دا بريد په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري طرح شوی و او په افغانستان کې يې له طالبانو غوښتي چې د دې ډلې مشران او پر چينايي وګړو د بريد عاملين ورته وسپاري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته