د کونړ مست او څپانده سیند ته څیرمه د ننګرهار د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې د پُلونو د نشتوالي له امله پر سیند د پورې وتلو لپاره کوچنۍ کښتۍ کاروي او یا هم د «ټوپانو» په وسیله بلې غاړې ته اوړي راوړي.
له همدغو کښتیو یې یوه تېره اوونۍ د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د «باسول» بیلې سیمه کې د کونړ سیند څپو ډوبه کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د ٨ تنو مجبورو خلکو ژوند واخیست او ١٦ نور ژوبل شوي وو.
د یادې سیمې اوسیدونکی محمد حلیم وایي، د ځایي خلکو په لاس جوړه شوې کښتۍ معیاري نه ده او ډیر کله د تخنیکي ستونزو د رامنځته کیدو له کبله د خلکو ژوند اخلي.
نوموړی زیاتوي پر دغه کښتۍ د سفر پریکړه اسانه نه ده خو وایي، بله چاره نه لري.
هغه د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو د مومندرې ولسوالۍ په «بیلې» سیمه کې پر کونړ سیند د پل د جوړولو غوښتنه کوي.
محمد حلیم زیاته کړه: «د مومندرې بیلې سیمې خلک پر کونړ سیند د پُل نشتون له امله هره ورځ د یوې کښتۍ په وسیله تګ راتګ کوي او دا معیاري هم نه ده، هره کله چې په کې تګ راتګ کوو، نو ځان په مرګ حسابوو؛ هغه تېره اوونۍ هم دغه کښتۍ اوبو ډوبه کړه چې زیات کلیوال ماشومان او ښځې اوبو ډوبې کړې څه مړه او څه ژوندي پاتې شول د طالبانو له حکومت غواړو چې مونږ ته دې په بیلې سیمه کې یو پل جوړ کړي که چیرې دا پل جوړ نه شي نو زیات خلک به د سیند ښکار شي.»
نوموړی زیاتوي په څو ځلي ورسره د تېر حکومت له لوري په یاده سیمه کې پر کونړ سیند د پل جوړیدو ژمنې شوي خو عملي نشوې.
د مومندرې ولسوالۍ قومي مشر فریدون مومند هم د کونړ سیند ته څیرمه ولسوالیو او خاص ډول په بیلې سیمه کې د پُل په جوړیدو ټینګار کوي.
د هغه په خبره په مومندره ولسوالۍ کې د عامو خلکو سربیره د بیلې لېسې ښوونکي او زده کوونکو د زده کړو په موخه هم له کونړ سینده په «ټوپانو» تګ راتګ کوي چې هره لحظه د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
د مومند په وينا، چې په بېله کې د کلي او ښوونځي ترمنځ پر کونړ سيند د پله د نشتوالي له امله نه يوازې دا چې ښوونځي ته يې د ښوونکو او زده کوونکو ورتګ سخت کړی، بلکې نږدې ٩٠٠ زده کوونکي يې له زده کړو هم بې برخې کړي دي.
مومند زیاتوي: «په مومندرې ولسوالۍ کې دا لومړنۍ پېښه نه ده چې رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښو د هیوادوالو ژوند ژوند اخیستی، نو له حکومت غوښتنه کوو چې په دې سیمه کې پُل جوړ کړي ځکه د پُل نشتون له امله دواړو خواوو ته پراته ولسونه سره بېل کړي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي دوی مړی او ژوندی د همدې پُل د نشتون له کبله نه شي کولای نو که پُل جوړ شي شته ستونزې به ټولې حل شي.»
له دې سربیره د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم ځایي خلک د یوې کیبلي کښتۍ په وسیله پر سیند پورې وزي چې څه موده وړاندې یې د کیبل د شلیدو له امله یو شمیر سپرلۍ سیند وړې وې، چې بیا د خلکو او ځایي طالب مسوولینو په همکارۍ وژغورل شوې.
د یادې سیمې یو استوګن فریدالله وایي، ډیر کله پر کښتۍ د زیات بیرو بار له کبله د کونړ پر خونړي سیند په «ټوپانو» بلې غاړې ته اوړي راوړي.
د نوموړي په خبره سیمه کې یې پر سیند د پُل جوړیدل یوه جدي اړتیا ده، خو تراوسه یې حکومت د جوړیدو لپاره هیڅ نه دي کړي.
فریدالله زیاته کړه: «د کونړ سیند په مختلفو برخو کې د پُلونو جوړیدو ته اړتیا ده چې یوه یې د ګوشتې ولسوالي هم ده، د دې ولسوالۍ خلک هره ورځ لعلپورې، کوټ، تورخم او جلال اباد ښار ته په همدې کیبلي کښتۍ بورې وزي او ځینې وخت بیرو بار هم پرې زیات وي، چې بیا په ټوپانو اوړو زیاتره خلک سیند ډوب کړي او مړه شوي او هره ورځ د مرګ له ګواښ سره مخ یو؛ غوښتنه کوو چې باید دلته اساسي پُل جوړ شي له یوې خوا به خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او له بلخوا به د خلکو په سیند کې د ډوبیدو مخنیوی هم وشي.»
د ګوشتې ولسوالۍ په ګاونډ د کامې ولسوالۍ اړوند سنګر سرای، زاخیلو، ماما خیلو او مسلم اباد سیمو اوسیدونکي هم له ورته ستونزې شکایت کوي.
د یادې سیمې اوسیدونکي له سیند تیریدو ننګونکي پریکړه خپله مجبوري بولي او وایي، د کلیوالو په لاس په جوړه شوې کښتۍ کې د سفر پریکړه اسانه نه ده، خو په خبره یې بله چاره نه لري.
د سنګر سرای قریې اوسیدونکی هدایت الله وایي، د ده په ګډون هر ورځ لسګونه کسان له کامې، کوټ، بټي کوټ او نورو سیمو د کاروبار په موخه د کونړ له څپاند سینده د «ټوپانو» او یوې کوچنۍ جنراتوري کښتۍ په وسیله تیریږي، چې هره لحظه یې په سیند کې د ډوبیدو ویره شته.
هغه وايي، دا ستونزې يې له ولایتي چارواکو سره شریکې کړي او پر سیند د پله د جوړیدو ژمنې هم ورسره شوې، خو تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.
هدایت الله زیاته کړه: «مونږ د کامي پُل څخه جلال اباد ښار ته د تګ لپاره دا لاره لنډه، خو له خطره ډکه ده او دغه راز د کوټ، بټي کوټ او شینوارو ولسوالۍ خلک هم د لارې د لنډوالي په موخه په همدې ټوپانو او کښتۍ تګ راتګ کوي، په ژمي کې اوبه کمې وي، خو په اوړي کې بیا اوبه زیاتې وي چې ډیر کله ټوپان او یا کېښتۍ اوبه هم ډوبوي یعنې هر وخت د مرګ ګواښ وي؛ زمونږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې د سیند اوبو د مهارولو لپاره استنادي دیوالونه هم جوړ کړي او هم دې په دې سیمه کې استحکامي پُل جوړ کړي څو د سیند دواړو خواوو خلک په اسانه تګ راتګ وکړي د جوړیدو وعدې تیر حکومت او هم اوسني حکومت کړي، خو په عمل کې یې هیڅ نه دي کړي.»
د خلکو په خبره د کونړ پر سیند د پل نشتون یې پر وړاندې هغه لوی خنډ دی، چې له کبله یې د سیند دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو په راشه درشه کې ستونزې پیدا کړي او ډیر کله خو د خپلو خپلوانو د خوښیو په مراسمو کې هم له ګډون بې برخې وي.
په همدې حال کې د ښېوې «کوز کونړ» ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د پل د نشت له امله له ستونزو کړېږي.
د یادې ولسوالۍ د سرکنډ، کاشکوټ، سربند او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي، چې له کلونو راهیسې یې د کوز کونړ ولسوالۍ د «زیړي بابا» پل نړیدلی، خو تر اوسه یې حکومت د بیا جوړېدو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
د یادې سیمې د اوسیدونکو په خبره، د«زیړي بابا» پل شاوخوا پنځلس کاله وړاندې د تیر جمهوري حکومت پرمهال د «PRT» یا د ولایتي بیارغونې ټیم له لوري جوړ شوی و، خو د کم کیفیت له امله د یو کال په موده کې ونړیده.
اوس مهال د «زیړي بابا» پر پل تېرېدونکي خلک د تګ راتګ په موخه له یوې کیبلي زانګو او د یو کلیوال له خوا له لرګیو جوړې شوې کښتۍ کار اخلي.
د یادې سیمې یو قومي مشر غلام محمد وایې، چې د «زیړي بابا» پُل پر کونړ سیند جوړ شوی او په وسیله یې د کونړ او ننګرهار ګڼې سیمې وصلېږي.
غلام محمد وویل: «د زیړي بابا پُل کلونه کیږي چې په منځ کې مات شوی، خو تر اوسه چا د جوړیدو عمل نه دی کړی، حکومت ته مو څو ځلي ویلي خو هیڅ یې هم نه دي کړي دا پُل ډیر مهم دی ځکه د ښېوې ولسوالۍ تاراڼ، سربند، کاشکوت، سرکنډ او نورو سیمو زرګونه اوسیدونکي په همدې پل تګ راتګ کاوه خو اوس مات شوی او خلک د یوې کیبلي زانګو او کښتۍ په وسیله تګ راتګ کوي چې د خلکو ستونزې نه شي حل کولای غوښتنه کوو چې دا پُل دې په اساسي ډول جوړ شي څو د خلکو ستونزې حل شي.»
د نوموړي په خبره د سیمې زیاتې نجونې او هلکان یې غواړي زده کړې وکړي، خو پر وړاندې یې د کونړ سیند هغه خنډ دی، چې له امله یې د زیاتو نجونو دا ارمان په زړه پاتې کړی او له زده کړو بې برخې دي.
هغه وایي که یې د پل غمه وشي د ډېرو نجونو او هلکانو هېلې به ورسره پوره شي.
د کونړ سیند د ننګرهار په کوز کونړ، کامې، کوټ، بټي کوټ، مومندرې، بهسودو، ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو تیریږي چې اوسېدونکي یې د پُلونو د نشتوالي له امله له سيند د پورې وتلو پر مهال کوچنۍ کښتۍ او یا «ټوپان» کاروي چې کله نا کله د مرګونو پېښو لامل کېږي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي هم یادې ستونزې مني، خو پر هواري يې ټینګار کوي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري څو ورځې وړاندې مومندرې ولسوالۍ د بیلې سیمې له قربانیانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنيوي او خلکو ته د آسانه تګ راتګ په موخه ولايتي اداره هڅه کوي په دې سيمه کې کېبلي پل جوړ کړي.
بنوري زیاته کړه: «د ننګرهار ولایتي اداره کوشش کوي چې د مومندرې ولسوالۍ بیلې سیمه کې د شته ستونزو د حل په موخه یو کیبلي پل جوړ کړي، د دې پل په وسیله به تر ډیره د ځایي خلکو ستونزې حل شي.»
نوموړی زیاتوي، اوس مهال د کونړ سیند ته څیرمه د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې د خلکو د تګ راتګ په موخه د پلونو جوړولو ته اړتیا ده چې د وخت په تېرېدو به یې هرې ستونزې ته رسېدنه وشي.
له دې وړاندې د سعودي عربستان استازي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې د مومندرې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې به د ښوونکو د تګ راتګ په موخه د سیند د پاسه کیبلي زانګو جوړه کړي، خو تر اوسه یې د جوړیدو په برخه کې هیڅ نه دي شوي.
ننګرهار کې د ګرمۍ په موسم کې ګڼ کسان خپل ژوند په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تېرېدو پر مهال بایلي ځکه په زیاترو سیمو کې پُلونه نشته او بیا د ګرمۍ موسم کې د سیندونو اوبه ډېرېږي چې د تګ دا چاره لا سختیږي.