د نجونو پر زده کړو د بنديز زر ورځې؛ يونيسف: د ماشومانو حقونه د سياست سره نه شي يوځای کېدلای

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړو صندوق (يونيسف) اجرايوي مديرې کاترين راسل د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو د زر ورځني بنديز په تړاو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو حقونه د سياست سره نه شي یوځای کېدلای.

اغلې راسل په دې اعلاميه کې چې نن (پنجشنبه، ۲۴ د غبرګولي) خپره شوې، د نجونو پر زده کړو زر ورځنی بنديز «د عطف يوه غمجنه او انديښمنوونکې نقطه» بللې ده.

دې زياته کړې، دا زر ورځې چې د نجونو لپاره له دریو ميليارده زدکړييزو ساعتونو سره برابرې دي، له لاسه وتلې دي.

د يونيسف اجرايوي مديرې ويلي: «د ۱.۵ ميليون نجونو لپاره دا سيسټماټيک محروميت نه يوازې د هغوی د زده کړو ډاګيز نقض دی، بلکې له کبله يې د هغوی لپاره فرصتونه کمېږي او رواني روغتيا يې خرابوي.»

د يونيسف د اجرايوي مديرې په وينا، د نجونو پر زده کړو د بنديز اغېز په خپله تر هغوی ډېر زيات دی او په افغانستان کې روان بشري کړکېچ تشديدوي او د دې هيواد پر اقتصاد او د پرمختګ پر بهير بدې اغيزې لري.

اغلې راسل زياته کړې، چې زده کړې يوازې نجونو ته فرصتونه نه برابروي، بلکې د کم عمره واده، خوارځواکۍ او نورو ټولو روغتيايي مشکلاتو پر وړاندې د هغوی ساتنه کوي او د سېلاب، وچکالۍ او زلزلې په څېر افتونو پر وړاندې چې اکثريت وخت په افغانستان کې پېښېږي، د دوی ځواکمنتیا زياتوي.

دې ويلي، چې همکاران يې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو د ملاتړ لپاره سخت کار کوي او د دې بنسټ له شريکانو سره يو ځای يې د ۲.۷ ميليونه ماشومانو لپاره د ابتدايي زده کړو زمينه برابره کړې ده.

د يونيسف اجرايوي مديرې ويلي، چې دوی همدا راز د ۶۰۰ زره ماشومانو لپاره چې دوه پر درې برخه يې نجونې دي، د ټولنو له لوري رهبري کېدونکي ټولګي جوړ کړي دي.

دې ټينګار کړی، چې دوی د افغانستان د زده کړييزو بنسټونو د خونديتوب لپاره هر هغه کار کوي چې کولای يې شي.

د يونيسف اجرايوي مديرې له طالبانو غوښتي چې سمدستې دې ټولو ماشومانو ته اجازه ورکړي چې زده کړې پېل کړي او له نړيوالې ټولنې يې هم غوښتي چې د نجونو د زده کړو ملاتړ ته دې دوام ورکړي.

اغلې راسل ويلي: «هيڅ هيواد هغه وخت وړاندې نه شي تللای چې نيم نفوس يې شاته پاتې وي.»

طالبانو پر افغانستان تر بيا ځل واکمنېدو وروسته لومړی د نجونو ښوونځي وتړل، خو د دې ډلې د پوهنې وزارت د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري د مياشتې پر درېيمه اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځي تر بلې خبرتيا پورې تړلي دي.

تر دې وروسته طالبانو په پوهنتونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه او د هغوی پر وړاندې يې د زده کړو خصوصي ښوونيز مرکزونه هم وتړل.

له هغه وخته تر اوسه نړيوالې ټولنې بيا-بيا د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بنديز د لېرې کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو لاهم دا بنديز پر خپل ځای ساتلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه