لوګر کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ځوان او درې ماشومان ووژل شول

اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په مرکز پل علم کې د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ځوان او درې ماشومان وژل شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ خبر ورکړی، چې دغه پیښه تېره ورځ (جمعه، ۱۵ د چنګاښ) د مرکز پل علم اړوند «موسی کلا» سیمه کې رامنځته شوې.

امنیې قومندانۍ وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو د هاوان په یوې ناچاوده مرمۍ لوبې کولې او په ترڅ کې یې یو ۱۹ کلن ځوان، یو ماشوم هلک او دوې کوچنۍ نجونې وژل شوي او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې.

افغانستان په نړۍ کې یو هغو هیوادونو دی چې ډیره برخه خاوره یې په ماینونو ککړه او خلک د ماین د خطر څخه د مخنیوي په برخه عامه پوهاوی نه لري او تل یې له امله قرباني کېږي.