د پټو وژنو دوام؛ په ننګرهار او هرات کې دوه ځوانان په قتل رسیدلي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په ننګرهار او هرات کې دوه ځوانان د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي.

ننګرهار کې یو ځایي اوسیدونکی عبدالمدار وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۲۹ د چنګاښ) د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ د ککړک سیمې اړوند «ناصرو» کلي کې یو ځوان د «ناپیژانده کسانو» له لوري وژل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، دغه ځوان شوکت ناصري نومیده او د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی و.

د ده په خبره، شوکت ناصري تېره شپه کور ته پر لار و، چې ناپيژانده کسانو پرې برید کړی او هغه یې د چړو په ګوزارونو وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د وژل شوي ځوان کورنۍ له چا سره شخصي دښمني نه درلوده نو ځکه خو یې د وژل کیدو لامل هم معلوم نه دی.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی یاده پېښه تاییدوي او په اړه یې د پلټنو خبر ورکوي.

هغه زیاتوي، تر اوسه یې د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیولي، خو د دوی هڅې روانې دي څو یې عاملین پیدا کړي.

له دې څو ورځې وړاندې د سره رود ولسوالۍ په احمدزیو سیمه کې هم یو کمکی ځوان د تره زامنو له لوري په ډیرې بې رحمۍ سره وژل شوی و.

دغه راز هرات کې ځایي سرچینې وایي، چې تېره پنجشنبه د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند «سینان او ازادان» سیمه کې د رحمت الله په نوم یو ۲۰ کلن ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، د دغه ځوان د قتل په تور د هغه کوژدن او د خسر د کورنۍ غړي یې نیول شوي دي.

تر اوسه د دغه ځوان د وژنې انګېزه نه ده څرګنده او نه هم هرات کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

هیواد کې په دې وروستیو کې دا ډول پټې وژنې زیاتې شوي چې خلک یې د عاملینو په نیولو کې طالبان پاتې بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه