اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې له پخوانیو جګړو د یوې پاتې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي.
یوې ځايي سرچینې وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱ د زمري) مازدیګر مهال د ناړۍ ولسوالۍ اړوند «بهادر مشال» سیمه کې را منځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې ماشومانو له غره راوړې یوې ناچاودې مرمۍ سره په خپل کور کې لوبې کولې، چې له امله یې یو کوچنی ماشوم مړ او د مور په ګډون یې درې ماشومان نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې په دې پېښه کې ټپي شوي درې کسان د درملنې په موخه اسعد اباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.
هغه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په تړاو څه نه دي ويلي.
کونړ د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې لاهم په کې د پخوانیو جګړو له امله ګڼې ناچاودې مرمۍ پاتې دي، چې د چاودنو له امله یې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ګڼ ملکي وګړي مړه او ټپیان کېږي.