د کندهار په لېرې پرتو سیمو کې عام خلک شکایت کوي، چې په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشت د دوی ماشومان له زده کړو زړه توري کړي او ډیر کله ماشومان د ښوونکو له لوري وهل او ډبول کېږي.
دوی زیاتوي، چې د طالبانو له لوري د مسلکي ښوونکو پر ځای د غیر مسلکي ښوونکو ګمارل کیدل، بې غوري او عصري زده کړو ته د دغې ډلې نه پاملرنه د دې لامل شوي، چې اولادونه یې یوازې ښوونځیو او مدرسو ته تګ راتګ وکړي او نور هیڅ هم زده نه کړي.
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد زمان وايي، دغلته په دولتي ښوونځیو او مدرسو کې ماشومان وهل او ډبول کېږي او له امله یې عام وګړي زړه نه ښه کوي تر څو په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي.
نوموړی زیاتوي، له دې وړاندې یې دوو زامنو د پنجوایي په دولتي ښوونځي او مدرسې کې زده کړې کولې، خو په وینا یې اوس يې له تعلیم څخه منعه کړي او پر کور ناست دي.
هغه وویل: «دوه زامن مې مکتب ته شامل کړل هلته یې استادانو د درس پر ځای وهل هره ورځ به په ژړا راغلل بیا مې د مکتب مدیر ته شکایت وکړ هغه پرې غوږ نه نیوی، بیا مې له مکتب څخه راوویستل مدرسې ته مې شامل کړل هلته یې هم وهل، خو سبقان او درسونه یې نه پرې زده کول شکایتونه مې وکړل وروسته مې د هغه ځایه هم راوویستل اوس پر کور راسره ناست دي.»
محمد زمان د طالبانو له حکومت څځه غواړي چې په ټولو ښوونځیو کې مسلکي او باتجربه ښوونکي وګماري ترڅو ماشومانو ته په ښه ډول زده کړې ورکړي.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی نقیب الله دراني وایي، یو شمېر ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشت د کورنیو او زده کړو ترمنځ فاصلې زیاتې کړې دي.
هغه زیاتوي، د کندهار د پوهنې ریاست بې غوري د دې لامل شوې ترڅو د ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې غیر مسلکي ښوونکي په دندو وګمارل شي او باسواده ښوونکي ګوښه کړل شي.
دراني وویل: «د مکتبو هغه مسلکي معلمان تر اتیا فیصده پورې جواب شول پر ځای یې غیر مسلکي او واسطې والا معلمان راغلل دا زموږ کوچنیانو چې لږ شی سره زده کړي دا هم د هغو پخواني معلمانو برکت وو اوس چې زامنو ته وایم درس ووایه وایي په مکتب کې مو نن معلم صاحب کورنۍ کار نه دی راکړی، چې پوښتنه ځینط وکړې هيڅ شی یې نه وي زده کړي، هغه په جنګو کې چې زموږ مکتبونه نړېدلي وو هغه جوړ شول، خو مسلکي معلمان لا نه لرو.»
هغه د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي او زیاتوي که د زده کړو په برخه کې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو خپل بچیان به له ښوونځیو څخه راوباسي.
دغه راز د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی مختار احمد بیا وایي، په ښوونځیو او مدرسو کې د ماشومان د وهلو او ډبولو له امله ډیرو کورنیو خپل اولادونه له زده کړو منعه کړي دي.
مختار زیاتوي، د ښار او ولسوالیو په یو شمېر تعلیمي مرکزونو کې د با استعداده او مسلکي ښوونکو نشت یې د ماشومان پر زده کړو منفي اغېزې کړې دي.
نوموړي وویل: «د معارف ریاست تر نیمی ډیر استادان بې غوره شوي، خپل اولادونه مکتب ته استوو بېرته خالي لاس کور ته راځي هیڅ شی یې نه وي زده کړي، ولاړ شي راشي عصري زده کړو ته پاملرنه کمه شوې، دا ټول خلک په یو امید خپل اولادونه مکتب ته استوي، خو هلته د دوی سره داسې رویه کېږي چې هیڅ څوک یې نه شي زغملای، زه د بل مزدور یم بالا مې زړه دی چې خپل بچي هم د مکتب او هم د مدرسې څخه را وګرځوم، چیرې چې تعلیم نه وي هلته د دوی تګ څه ضرور دی، استادان یې وهل کوي، لس کرته مو ورته ویلي چې دا کوچنیان مه وهئ دوی زموږ خبره نه مني.»
د مختار احمد په وینا چې د حکومت لخوا دې ټولو تعلیمي مرکزونو کې د ماشومانو پر وهلو بنذیز اعلان شي، ترڅو هغوی له روحي او رواني ستونزو په امن کې پاتې شي.
ورته مهال د کندهار پوهنتون د تعلیم او تربیې څانګې فارغ او د ښوونې او روزنې چارو کارپوه هدایت الله عادل وایي، خصوصي او دولتي ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو کمبود کولای شي د ماشومان راتلونکي ته زیان واړوي.
عادل وویل: «کار اهل کار ته نه سپارل، د دولسم ټولګي او یا تر هغو ښکته صنفونو شاګردانو ته د استادۍ بست په لاس ورکول د دې پر ځای چې خلک تشویق کړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته شامل کړي لا یې فاصلې ډیروي، په تېر پنځلس کلونو کې موږ د کندهار پوهنتون د تعلیم او تربیې څانګو لسګونه فارغ ځوانان درلودل، خو ټولو نورو کسبو ته مخ اړولی ځینې دوکانداري کوي ځینې نوروشخصي کاروبارونه کوي، ځینې په موسېساتو کې پر کار شوي یو نیم بیا د معارف ریاست لخوا پسې واخیستل شول دا چاره د مسلکي استادانو د کمبود سبب شوې.»
د هغه په خبره چې د تعلیم او تربیې په جوکاټ کې د زده کړو پر مهال د ماشومانو وهل او ډبول هیڅ ډول جواز نه لري او په خبره یې چې د تېر حکومت پر مهال دغه کړنه جرم بلل کېده.
بلخوا د کندهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند احمد جان نظري وایي، یادې ستونزې ته یې پر وخت رسېدنه کړې او ترڅنګ یې قراردادي او رسمي ښوونکي استخدام کړي دي.
نظري زیاتوي، د کندهار په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې دا مهال ۶ زره او ۴۳۷ تنه ښوونکي په تدریس بوخت چې له هغې ډلې یې ۷۱۸ تنه د خصوصي مکاتبو او پاتې نور یې د دولتي ښوونځیو استادان دي.
هغه وايي، دې ولایت کې یې ښوونکو ته وخت پر وخت سیمنارونه جوړ کړي او ترڅنګ یې هر کال د تدریس او ښووني نظارت ترسره کوي.
نظري وویل: «په نوي تعلیمي کال کې ۲۱۶۰ نوي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي، تر څنګ یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په شخصي بودیجه ۴۹ ښوونځي بیا ترمیم شوي.»
په تېرو جګړو کې د کندهار لېرې پرتو سیمو کې تعلیمې برخه زیانمنه شوې، چې د ښوونځیو د ویجاړۍ ترڅنګ دغلته مسلکی ښوونکي هم نه دي پاتې شوي او اوس چې طالبان طالبان واکمن شوي او د سرتاسري امنیت ټینګولو ادعا کوي، نو خلک هم له دوی غواړي چې د نورو برخو ترڅنګ دې تعلیمي برخې ته هم پام وکړي او د دوی ماشومانو ته دې د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.