طالبانو په نيمروز کې تر اووه سوه زیاتې د موسیقۍ الې او قيلونونه وسوځول

اطلاعات روز: په نيمروز کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لوري په يو خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوی هغه اووه سوه او ۱۰ د موسیقۍ الې او د میوې چلمونه (قیلون) سوځولي دي چې له څه مودې راهیسې يې د نیمروز له بېلابېلو برخو راغونډ کړي وو.

د نیمروز لپاره د طالبانو د امر بالمعروف رياست مسوولين وايي چې د دې رياست له خوا له څه مودې راهيسې راټولې شوې ۱۳۷ د موسقۍ الې او ۵۷۳ دميوي چلمونه نن (دوشنبه، ۸ د زمري) د مرکز زرنج ښار په يوه څنډه کې وسوځول شول.

د ياد رياست د مسوولينو په وينا، دوی دغه توکي په نيمروز کې د طالبانو د استخباراتو او ولايت مقام د استازو په شتون کې سوځولي دي.

طالبان د موسیقۍ اورېدل او غږول حرام بولي او تر دې وړاندې يې هم په ګڼو ولایتونو کې د موسیقۍ الاتو ته اور اچولی دی. په ځینو ځایونو کې يې سندرغاړي د موسیقۍ غږولو له امله نيولي هم دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د خلګو پر بنسټیزو ازادیو سخت محدودیتونه وضع کړي دي چې له کبله يې د خلګو خصوصي حریم خوندي نه دی.