Mehrnews

په تهران کې د هنیه وژل کېدل؛ روسیې، چین او قطر دا پېښه وغندله

اطلاعات روز: د روسیې، چین او قطر د بهرنیو چارو وزارتونو د پیغامونو په خپرولو سره په تهران کې د حماس د سياسي دفتر د رییس اسماعیل هنیه وژل کېدل غندلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ایکس کې په خپله پاڼه ليکلي: «په تهران کې د توغندیز برید په وسیله د حماس د خوځښت د سياسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل په کلکه غندو.»

دې وزارت له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې له «حد اکثر زغم» څخه دې کار واخلي.

د چین بهرنیو چارو وزارت هم په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل غندلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ويل شوي چې دا اقدام په سیمه کې «بې ثباتي» نوره هم زیاتوي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل د «نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه» بللې.

دې وزارت ويلي: «دا ترور او د ملکي وګړو په نښه کول سیمه د شخړې لور ته کاږي او سولې ته د رسېدلو فرصت کموي.»

د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تېره شپه په تهران کې له خپل یوه ساتونکي سره په خپل مېشتځای کې وژل شوی دی. دی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.

د ایران فارس خبري اژانس ويلي، چې هنیه د شپې دوې بجې شاوخوا له هوا څخه ویشتل شوی او وژل شوی دی.