خبریال: امېد اشنا
همدا تېره چهارشنبه (د کب په ۱۳مه) په هېواد کې په لومړي ځل په نشه يي توکو د روږدو کسانو تعويضي درملنه پيل شوه.
دا درملنه د روږدو کسانو د درملنې په ابن سينا زر بستريز روغتون کې پيل او ور سره هممهاله ۲۰۰ تنه، چې د درملنې دوره يې پای ته رسېدلې وه، رخصت شول.
د عامې روغتيا وزارت مسولينو ښه شويو کسانو ته ويلي او د هغوی له کورنيو يې غوښتي چې بېرته يې په کور او ټولنه کې د ادغام سربېره په ساتنه کې هڅې وکړي.
خو دا لويه ننګونه لويې پوښتنې هم لري، په ټوله کې په نشو د روږدو کسانو شمېر ولې له ورځې بلې ته زياتيږي؟
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول کې هېواد شاوخوا ۲.۵ ميليونه افغانان په نشو روږدي دي، چې یوه لويه برخه کې يې ښځې هم دي.
که څه هم مخکې کلونو کې د سوېل ختيځ زون په ولايتونو کې د چرسو له نشې ورهاخوا د اپينو، پوډرو او شيشې نشه يان خورا کم و، خو له تېرو درې، څلور کلونو راهيسې دا شمېر په بېساري ډول زيات شوی دی.
د خوست د متون او د لوګر د پُل علم ښار په بېلابېلو ځايونو کې ګڼ روږدي ليدل کيږي چې په يو ځای او بل ځای سره راټول او نشې کوي.
په ګردېز کې بيا روږدي کسان عمدتا د ګردېز بالاحصار لاندې سمڅو کې راټوليږي، چې د شاوخوا اوسېدونکو په خبره له پنځه او شږ تنو يې شمېر اوس لسګونو ته پورته شوی دی.
جګړه، اقتصادي ستونزې، کورنۍ شخړې او نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی هغه لوی عوامل ياديږي، چې د ډېرو انسانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ او هيلې يې ور رژولې دي.
د پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو اوسېدونکي دې پديدې اندېښمن کړي او له مسولينو يې پر وړاندې د زيات جدي اقدام غوښتنه کوي.
د يادو ولايتونو اوسېدونکي وايي چې د ښارونو په ځينو هټيو او د ښارونو اړوند ځينو کورونو کې نشه يي توکي پلورل کيږي.
د خوست اوسېدونکی حضرت ولي وايي چې د نشه يي توکو ځينې کاروباريان چرس، پوډر، شيشه او ورته نشه يي توکي ښار ته راوړي او بيا يې د شته کاروباري اړيکو له لارې په هټيوالو او هټيوال يې بيا په روږدو کسانو پلوري.
ولي ادعا کوي چې ځينې امنيتي کسان هم د نشه يي توکو له کاروباريانو سره جوړجاړی لري.
نوموړي وويل: «دا ټولو ته معلومه ده چې په ښار او بازار کې نشه يي مواد خرڅيږي. که دلته نه وي، نو له کومه کيږي؟ زموږ ډېر ځوانان يې تباه کړل. په دې کار کې له دې خلکو سره ځينې امنيتي کسان هم لاس لري.»
د لوګر اوسېدونکي سالم جان د نشه يي توکو ارزانه او اسانه لاسرسی پر نشو د روږدو کسانو د زیاتېدو لامل يادوي او وايي چې د روږدو کسانو د شمېر زياتېدو له امله خورا زيات اندېښمن شوی دی.
جان جګړه د ټولنې د بې ثباتي او هر ډول ستونزې لامل بولي او د افغانانو د کورنيو د سالم پاتې کېدو ښه ژوند لپاره له وسله والو طالبانو د زړه سوي او سولې غوښتنه کوي.
هغه وايي: «خلک تباه شول، ځينې کسان او کړۍ شته چې نشه يي شيان راوړي او خلکو ته يې رسوي. دې ټولو نارواوو او مشکلاتو ته جګړې چتر جوړ کړی، د خدای لپاره دې نور طالبان پر افغانانو رحم وکړي. بله دا چې د نشه يي موادو قاچاقبرانو او خرڅوونکي بايد اعدام شي، چې نورو ته پند شي.»
د ګردېز اوسېدونکی اکمل ويال وايي چې په ښار کې د نشه يي توکو د پلور شاهد پاتې شوی دی.
معصوم وويل چې روږدي کسان د ښار په ځينو مشخصو هټيو او کورونو کې هر وخت نشه يي توکي تر لاسه کولی شي.
د پکتيا د ولايتي شورا پخوانی مشر الامير بهرامزی هم دا خبره کوي او وايي چې څو ځله يې په دې اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړی، خو د مخنيوي اقدام يې ندی شوی.
بهرامزي وويل چې د نشه يي توکو پلورونکو ته د اړوندو اجرايه ادارو لخوا د پيسو او رشوت په بدل کې د فعاليت اجازه ورکول کيږي.
نوموړی وايي: «په ښکاره ډول د ښار په ځينو دوکانونو او هوټلونو کې نشه يي توکي خرڅيږي، کشفي او هغه ارګانونه چې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کوي، هغه د دې توکو د خرڅلاو په مخنيوي کې پاتې راغلي يا د رشوت يا د پيسو په واسطه هغو ته اجازه ورکوي چې دا توکي وپلوري.»
د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي په ښار کې د نشه يي توکو د پلور غير قانوني کار په لويه کچه تر سره کيږي.
قادري د دې چارې د دوام لامل په دې برخه کې فساد يادوي، چې په خبره يې په دې اړوند نيول کيدونکي کسان بېرته خوشي کيږي.
دی وايي: «په ګردېز ښار کې د مواد مخدر خرڅول او اخيستل په ازاد ډول کيږي؛ ځکه هغه دوکانونه او هغه څوک چې اپين، پوډر، پيچکاري خرڅوي، دوکان يې مالوم دی، ځای يې مالوم دی، چرس خو په هر دوکان کې پيدا کيږي؛ خو امنيتي، خصوصا کشفي ارګانونه په دې کې هېڅ نوعه اجراات نکوي.»
مولوي عرب ګل حسين وايي چې په اسلام کې هر ډول نشه او نشه يي توکي حرام او پلورونکي او پيرودونکي يې ګناهکار دي.
حسين اطلاعات روز ته وويل: «ټول مسکرات حرام دي. مسکرات هغه څه ته وايي چې هغه په عقل پرده راولي او عقل خوځوي، لکه چرس، پ وډر، اپين او نور، دا ټول حرام دي. د دې اخيستونکي هم ګناهکار دي او خرڅوونکي هم. بل دا چې دا د ټولنې نظم خرابوي.»
د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې مسول حفيظ الله احمدزی هم په ښار کې د نشه يي توکو د پلور خبره مني، خو وايي دوی يې له نورو ادارو سره يو ځای د مخنيوي لپاره هلې، ځلې کوي.
احمدزي وويل: «خورده فروشان دي، هغه يې راوړي او خرڅوي يې، مثلا پوړۍ، پوړۍ يې خرڅوي، خو ډېری يې نيول شوي، يو څه تعداد به شايد پاتې وي، موږ ته مالومات شته.»
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر هم مني چې د ګردېز ښار په ځينو هټيو او هوټلونو کې نشه يي توکي پلورل کيږي، خو وايي د مخنيوي هڅې يې کوي.
سرتېر وویل د دې برخې د مجرمينو په اړه د خلکو او قضايه ارګانونو زیاته همکاري غواړي او وايي چې د دندې له پیل سره یې د نشه یي توکو ځینې پلورونکي او یاد توکي نیولي دي.
نوموړي وويل: «مخکې دې برخه کې غفلت شوی، ځینې کسان نیول شوي او بېرته پرېښودل شوي، خو زه ډاډ ورکوم چې موږ به ور سره سخت چلند وکړو.»
د معلوماتو له مخې د نړۍ د نشه يي توکو اکثريت برخه توليد او قاچاق له هلمند او کندهار ولايتونو کيږي، چې يوازې ځينو بزګرانو ته د نشت برابر ګټې په مقابل کې يې هېواد ته خورا درانده انساني زيانونه اړولي.
که څه هم نړيوالو بيا، بيا له افغان دولت څخه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او مخنيوي غوښتنې کړې، خو د لندن په وروستي کنفرانس کې ولسمشر غني پر نړيوالو له دې امله نيوکه وکړه چې په وينا يې خبره او عمل يې يو ندي.
ولسمشر وويل دې هېوادونو هېڅکله د نشه يي توکو پر وړاندې واقعي جدي مبارزه نده کړې؛ ځکه په خبره يې له افغانستان څخه قاچاق کېدونکي نشه يي توکي د دوی له ډلې له زياتو هېوادونو تيريږي او زياته برخه اقتصادي ګټه يې هم دې هېوادونو ته ورځي، خو د مخنيوي ټول فشار يې يوازې افغانستان ته پريښی دی.
وېل کيږي چې په هلمند کې په کرل کېدونکو نشه يي توکو کې په لويه کچه داخلي او بهرنۍ مافيا لاس لري، چې د وسله والو طالبانو سربېره ترې ځينې نور جنګيالي هم خړوبيږي.