روغتیاپاله وکیله کریم کلونه د بدخشي میندو چوپړ کړی

۳۰ کاله بدبختي او سختي؛ د بدخشي میندو ژغورونکې کیسه

خبریال: عابر شایګان

ژباړن: بهادرخان رحماني

روغتیاپاله وکیله کریم وایي، د بدخشان ولایت دولتي روغتون کې هره ورځ له نږدې ۲۰ امیندوارو ښځو، دوه درې یې له ۱۸ کالو کم عمر لري. کله چې د میړونو میندې، خپلې ۱۳، ۱۴ کلنې ناوې د نه زېږون درملنې لپاره روغتون او یا د روغتیاپالې کریم شخصي کتنځي ته راولي او نوموړې هغوی ته په ځواب کې ووایي، چې «ولې غواړي ماشوم، ماشومه نړۍ ته راوړي؟»

کله چې د څلورم ټولګي زده کوونکې وه، د ټولګیوالې او سیمې اوسېدونکې شفیقې مور، له زېږون وروسته د زیاتې وینې بهېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شفیقه چې لا ماشومه وه، د نوزېږد او د مور او پلار د دوه – دریوو نورو ماشومانو د ساتنې مسوولیت ور تر غاړې شو. یواځې دا نه و. نږدې هره اوونۍ یو ځل د وکیلې د خپلوانو او د سیمې اوسېدونکو له ډلې میندو د زېږون پر وخت مړې کېدې. همدا وخت وکیلې کریم پرېکړه وکړه، چې د زېږون او ښځو متخصصه شي او نور پرېنږدي چې بدخشي میندې د روغتیاپالو نه شتون له امله ومري.

اغلې کریم بدخشان کې د ژوند خپل ۵۵ کاله له سختیو او بدبختیو سره، د شپږو حکومتونو تر واک لاندې تېر کړي، خو یواځې ۳۰ کاله یې د ښځو ناروغیو او زېږون متخصصې په توګه د بدخشاني ښځو سره مرسته کړې.هغه د محمد ظاهر شاه شاهي واکمنۍ په څلورمه لسیزه کې د بدخشان فیض اباد کې زېږېدلې. پلار یې د دولت مامور او مور یې د کور ښځه وه. د وکیلې کورنۍ د فیض اباد له منځمهاله طبقو څخه وه، له همدې امله یې ټولو ورونو او خویندو ښوونځي ته د تللو چانس درلود. هغه مهال زده کړه ییزو چوپړتیاو ته ټول افغانستان کې لاسرسی نه و. له بلې خوا ډیر خلکو زده کړو سره مینه نه درلوده.

وکیله وایي، هغه مهال یواځې د هغو خلکو ماشومان ښوونځیو ته تلل، چې کورنۍ یې باسواده او تحصیل لرونکې وې، پاتې وګړو ښوونځي سره مینه نه درلوده. هغې کوڅه کې چې دوی ژوند کوو، یواځې هغه له ۴ ورونو او شپږو خویندو سره ښوونځي ته تلل او بل هیڅ چا هم خپل ماشومان په ځانګړي ډول نجونې ښوونځیو ته نه لېږلې.

هغه وخت چې وکیله شپږ کلنه وه، مشرې خور یې لاس ونیو او د بدخشان د نجونو پټ ښوونځي کې یې نوم ثبت کړ. هغې د داوودخان جمهوریت تر حاکمیت لاندې تر اووم او اتم ټولګي پورې په ارامه فضا کې خپل درسونه ویلې، خو د ۱۳۵۷ل کال د ثور په ۷مه د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند له کودتا سره یې خپلې زده کړې د جنګ او باروتو تر فضا لاندې وکړې: «فکر کوم ۸ام ټولګي کې وم، چې د ثور ۷مې سره حالات ګډوډ شول. وروسته مجاهدین پیدا شول، جهاد او جنګ پیل شو او تر باروتو لاندې مې خپلې زده کړې بشپړې کړې.»

وکیله (ښي خوا) د کابل پوهنتون طب پوهنځي زده کړیاله له خپلو ټولګیوالو ډاکټر مینا او ډاکټر شفیقې سره په ۶۰مه لمریزه لسیزه کې/

وکیله د افغانستان خلق دیموکراتیک افغانستان ګوند دریم ولسمشر ببرک کارمل پر وخت کانکور کې د لوړې نمرې په اخیستلو د «کابل طب دولتي انسټېټیوټ» ته لار وموندله.

د هغه وخت کابل له ننني کابل سره د امنیت، ښار کې اوسېدو کلتور، د اوبو او هوا پاکوالي، د کمو وګړو شتون او پاکوالي سره د پرتلنې وړ نه دی. پوهنتونونو کې د ښځو شتون څه کم ۵۰ سلنه و او نجونو او هلکانو په یو ټولګي کې له کوم محدودیت پرته زده کړې کولې: «د نجونو شتون نږدې نیمایي و. د بېلګې په ډول په ټولګي کې ۸ هلکان او ۶ یا ۷ نجونې وې. موږ ارامه وو او په ګډو ټولګیو کې له هلکانو سره یو ځای کښېناستو او درس مو ویلې.»

معمول ډول جامې چې د ښځینه محصلینو لخوا اغوستل کېدې پتلون ، بلوزونه یا اوږدې جرابې وي.

د اغلې کریم په وینا، هغه مهال خلکو ته د دې کالیو اغوستل عادي و او ان خلکو هغوی ته نه کتل. اغلې کریم د ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ دورې نیمایي کې په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د کابل له پوهنتونه فارغه او په ۱۳۶۹ لمریز کال کې یې د ښځو او زیګون متخصصې په توګه خپل کار د بدخشان فیض اباد کې پیل کړ.  هغه وخت د هېواد په ټولو شمال ختیځو ولایتونو کې یواځې یو دولتي ۳۰ بستریز روغتون فعال و، چې له ډلې یې یواځې څلور بستره د ښځو په برخه ول. له ډاکټرې کریم وړاندې، یو دوه نورو روغتیاپالو په دې ولایت کې کار کوو، چې وروسته یې خپل مسلک بدل او طب یې پرې ایښی و.

«زه په دې باور وم، چې له میندو سره به مرسته کوم. په همدې خاطر بدخشان ته ولاړم. په هغې وخت کې امکانات او میندو ته چوپړتیاوې ډېرې کمې وې او موږ ناروغان سر تر پښو معاینه کولې. میندې نه بستر کېدی، ځکه لومړی یې باور نه درلود او بل دا چې روغتون کې ټول سړي ول. خلکو هم دا پوهای نه درلود، کله چې ښځو ته ستونزه پیدا شي، باید روغتون ته یوړلی شي.»

روغتیاپاله وکیله ۱۳۷۴ل کال کې د بدخشان دولتي روغتون کتابخانه کې/ اطلاعات روز ته لېږل شوی انځور

اغلې کریم او ځینې نورې روغتیاپالې ۱۳۶۹ لمریز کال کې د نړیوال روغتیایي سازمان په مرسته میندو ته پوهاوی پیلوی. هغوی د دې ولایت ډیرو ولسوالیو ته سفر کوي او حامله لرونکو ښځو سره د مرستې کولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ شیدې ورکوونکو ښځو ته، زده کړې ورکوي. دغو شیدې ورکوونکو مېرمنو د زېږون پر وخت له میندو سره مرسته کوله او هغوی چې حالت به یې خراب و، دولتي روغتون ته به یې لېږلې. شیدې ورکوونکې، سیمه ییزې نرسانې دي چې په لېرو کلیوالي سیمو کې د حامله لرونکو میندو کورونو ته ځي او د زیږون پر وخت له هغوی سره مرسته کوي. روغتیاپاله کریم وایي، کورنیو خپل ناروغان د سړک او د لېږد رالېږد وسیلو نه شتون له امله، پر اوږو او یا کجاوو تر روغتون رسول. د هغو ناروغانو چې تر فیض اباد ښاره یې واټن کم وو، روغتیاپاله کریم په خپله په پښو د هغوی تر کوره ورتله او د زېږون وړاندې او وروسته چوپړ یې ورته کوو. له څو کلونو وروسته بیا د نړیوال روغتیایي سازمان او د اغاخان موسسې په مرسته، د بدخشان ښار او  کلیو ته تلله او قابلې به یې روزلې، څو د ډېر میندو ژوند وژغوري: «ښځینه قابلې مو نه درلودې. هغې وخت کې موټر نه و. زموږ کور له روغتونه لېرې و. کله به یې چې د ناروغ راتلو خبر راکړ له یوې بلې لارې به مې په ۱۵ دقیقو کې روغتون ته ځان رساوه. شپه او ورځ مې نه پېژندله. کله به چې څوک مو تر دروازې راغلل، چې ناروغ لرم، کور ته به یې ورغلم.»

ډېر وروسته بیا د بدخشان دولتي روغتون د یو موټر خاوند کیږي. یو روسی زوړ جیپ، چې کله به یې کومه شپه روغتیاپاله کریم د ښار په شاوخوا کې د ناروغ تر کوره رسوله، د یو څراخ په وسیله چې د موټر چلوونکي تر څنګ به یې ایښود، خپله لار لیدله. هغه را یادوي، د مجاهدینو له بریا وروسته کله چې به د ناروغانو درملنې لپاره د هغوی کور ته ورتله، څو ځله د هغوی تر برید لاندې راغلې ده. د مجاهدینو د بریا په لومړیو کې به په حجاب کې روغتون ته تلله او یوه ورځ د مجاهدینو یو قومندان ورته وایي، چې یا دې پړونی واغوندي او دې هم کار پرېږدي. روغتیاپاله کریم یو څه موده روغتون ته نه ځي، خو ښځینه روغتیاپالو ته د میندو ډېرې اړتیا له امله، بیا ځلي حجاب کوي او خپل فعالیت پیلوي. 

روغتیاپالې کریم د داخلي جنګونو او د طالبانو امارت پر وخت یو سخت پړاو تیر کړی، خو د میندو له مرستو یې لاس نه دی اخیستی. وایي، ډېر وخت یې له معاش پرته کار کړی او شپه او ورځ د ناروغانو په چوپړ کې وه. د هغو کلونو ټکان ورکوونکې خاطرې یې په یاد دي. لکه د هغې ښځې خاطره چې د یوې محرومې او غریبې راغستان سیمې څخه یې راوړې وه. دغې ښځې د پوره خوراک نه شتون له امله په عادي توګه زېږون نه و کړی او ماشوم یې په نس کې مړ شوی و او دوه کاله یې په خېټه کې پاتې و: «کله چې راغله ویې ویل، چې څو کاله وړاندې امېندوار وه، معاینه مې کړه و مې لیده چې د خېټې پرده یې شلېدلې او چرک ترې وځي. کله مې چې عملیات کړه، پوه شوم چې په عادي بڼه په زېږون نه ده توانېدلې او ماشوم یې مړ شوی و او په نهایت کې یې یوه لاره پېدا کړې چې له خېټې یې ووځي. بشپړو خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله یې د بدن کلیسم کم شوي و او د لګن هډوکي یې زیانمن شوي ول. وروسته دغه مور له مرګه وژغورل شوه او ښه شوه. »

روغتیاپالې وکیله کریم ډېر وخت له معاش پرته کار کړی او شپه او ورځ ناروغانو ته ور رسېدله. د فیض اباد روغتون عملیات خونه کال ۱۳۸۵ / اطلاعات روز ته لېږل شوی انځور

اوس مهال روغتیایي چوپړتیاوو او روغتیاپالو ته د بدخشي میندو لاسرسی زیات شوی او د مور – ماشوم مړینه هم کمه شوې ده. ډاکټره کریم وایي: «دمګړۍ د میندو له روغتیایي حالته څه نا څه خوښه یم. میندې د زېږون مخکې او وروسته چوپړونه ترلاسه کوي. کولی شي روغتیاپال ته ورشي. عامی پوهاوی لږ پورته تللی. د خلکو اقتصاد هم لږ ښه شوی دی. د سړکونو حالت هم لږ ښه شوی. اوس مهال د بدخشان کلیو او یا لږ تر لږه د دې ولایت ولسوالیو کې یو کلینیک یا روغتون شته دی.»

خو لا هم بدخشان کې قانوني کم عمره نجونې له ټولنیزو او کلتوري ستونزو کړیږي؛ واده او ژر امېندواره کېدل. ډېری نجونې د ژر واده له امله، تر ۱۸ کلونو کم عمر کې امېندواره کیږي. ډاکټره وکیله کریم وایي، په ورځ کې ۲۰ میندې چې د دې ولایت په دولتي روغتون کې زېږون کوي، دوه درې یې له ۱۸ کالو کم عمر لرونکي وي. کله چې د میړونو میندې، خپلې ۱۳، ۱۴ کلنې ناوې د نه زېږون لپاره روغتون او یا د روغتیاپالې کریم شخصي کتنځي ته راولي او نوموړې هغوی ته په ځواب کې ووایي، چې «ولې غواړي ماشوم، ماشومه نړۍ ته راوړي؟»

هغه د تېرو لسو کلونو خاطره را یادوي، چې د ۱۵، ۱۶ کلونو داسې امېندواره نجونې به یې ورته راوستې، چې د خواښې د زیاتو وهلو وروسته به یې جنین مړ او توری به یې شلېدلی و.

سره له دې چې له ۲۰۰۱ز کال را په دېخوا د مور ماشوم مړینې کچه کمه شوې، خو په ۲۰۱۷ز کال کې د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، له هرو سلو زرو ښځو، ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ یې د زېږون پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي.

وکیله کریم د بدخشان فیض اباد کې له خپلې مور سره ژوند کوي او وایي، چې د زیاتې بوختیا له امله یې واده نه دی کړی. له دې سره، سره چې له هغې وروسته ډېرې روغتیاپالې بدخشان ته تللي او هلته یې میندو ته کار کړی، خو ډاکټر کریم، ډاکټر زهره او ډاکټر حاجره، د دې ولایت درې لویې او ډېرې کارکوونکې ښځې دي، چې د میندو روغتیایي حالت ښه والي او د روغتیایي چوپړونو له امله مهم او پام وړ کارنامې لري. هغې په خپل کاري دور کې ترکیې، بنګله دېش، پاکستان، ایران او برېټانیې ته زیات تحصیلي سفرونه کړي دي. نوموړې ته په ډېرو هېوادونو کې د پناه غوښتنې له زیاتو فرصتونو سره، سره د خپلو بدخشي میندو له چوپړه زړه نه دی موړ شوی. هغه ټینګار کوي، چې ښځې باید په هر ډول حالت کې زده کړې وکړي او په ټولنه کې رنګین شتون ولري.

«کال ۲۰۱۴ز کې مې بېرته لندن ته سفر درلود. خور او ملګرو مې چې هر څومره وویل، چې د پناه غوښتنه وکړم، و مې نه منله، ځکه چې غواړم خپل هېواد کې و اوسم او خلکو ته چوپړ وکړم.»