sent to Etilaatroz

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وايي، چې د دې ولایت د کامې ولسوالي اړوند «زاخیلو» سیمه کې د يو ځوان جسد موندل شوی دی.

د کامې ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو ځایي امنیتي مسوول قاري محمد وسیم وایي، د دغه کس جسد نن (یکشنبه، ۱۴ د زمري) ځایي خلکو او طالب ځواکونو د زاخیلو قریې اړوند «جالاوانانو» په سیمه کې د کونړ له سيند څخه راوېستلی دی.

نوموړی زیاتوي، تر اوسه د یاد کس هویت او د وژنې انګیزه نه ده معلومه، خو په خبره یې چې جسد یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړی څو یې کورنۍ پیدا شي.

بلخوا په سیمه کې یوې بلې سرچینې وویل، چې پیدا شوی جسد د هغه کسانو له ډلې دی چې دوه ورځې وړاندې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «الفت مېنې» سیمې څخه د بهسودو اړوند کابل سیند کې د لامبو وهلو پر مهال له یو بل ملګري سره اوبو ډوب کړی و.

د یادولو وړ ده، چې د تیرې جمعې په ورځ په جلال اباد ښار او کامې ولسوالۍ کې درې کسان په یوه ورځ د لامبو وهلو پر مهال د کونړ او کابل ګډ سیند ډوب کړي وو، چې له ډلې یې د یو جسد موندلی شوی و او د دوو هغوی یې لادرکه وو.