کونړ کې سلفي دیني عالمان د طالبانو له لوري له ځورونې او د دولتي دندو له نه ورکړې شکایت کوي

کونړ کې یو شمېر سلفي دیني عالمان شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د ځورونې لړۍ زیاته شوې او آن په دولتي ادارو کې د دندې حق هم نه ورکول کېږي. 

دا ډله دیني عالمان له دوی سره د طالبانو اوسنی چلند ناسم او د خپل ځان پر وړاندې ظالمانه یادوي او غوښته کوي، چې طالبان دې د سلفي دیني عالمانو پر وړاندې له خپل اوسني دریځ لاس واخلي. 

یو شمېر سرچینې بیا ادعا کوي، چې طالبان سلفي دیني عالمان له داعش ډلې سره د اړیکو په تور ځوروي او حتی نیسي یې او زندان ته یې اچوي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی سلفي دیني عالم رحمت الله (مستعار) وايي، چې د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د طالبانو له لوري سلفي دیني عالمان په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي او بندیان کېږي. 

دی وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې ګڼ سلفي دیني عالمان په مرموز ډول وژل شوي، چې له امله یې په کونړ کې سلفي دیني عالمان له جدي اندېښنو سره مخ دي. 

دغه مستعار نومي سلفي دیني عالم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له کله راهیسې چې طالبان راغلي، کونړ کې سلفي دیني علماء کرامو آرامه ورځ نه ده لیدلې، کله مو حوزې ته را غواړي، کله استخبارات راپسې راځي، ډېر ځورول کېږو، ډېر یې بندیان کړل، له میاشتو زندان وروسته خوشې شول، حتی بعضې خو داسې مړه شوي، چې قاتلین یې هم نه دي معلوم شوي.»

یو شمېر نور سلفي دیني عالمان بیا ادعا کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دولتي دندې هم نه ورکول کېږي. ‍‍

یوې سرچینې وویل، طالبانو هغه سلفي دیني عالمان هم له دولتي دندو لېرې کړي، چې د جمهوري نظام پر مهال پر دولتي څوکیو ګمارل شوي وو او له کلونو را هیسې په دولتي ادارو کې کار کړی وو. 

دې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د جمهوریت په وخت کې زما په حج او اوقافو ریاست کې وظیفه وه، خو چې جمهوریت ختم شو او طالبان راغلل، همغه په اولو میاشتو کې یې زه له وظیفې رخصت کړم، چې ته وهابي یې او وهابیان داعش سره یو رقم فکر لري، د ګټې وټې هېڅ بله لار نه لرم، په یوه جومات کې امامت کوم، خو هلته راته دومره څه نه برابرېږي، چې زه پرې د خپل فامیل ضرورتونه پوره کړم.»

سلفي یا اهل حدیث دیني عالمانو د لومړي ځل لپاره د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال په افغانستان کې د مولوي جمیل الرحمن تر مشرۍ لاندې له کونړ ولایت څخه خپل فعالیت کړی وو، چې په تدریجي ډول یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم خپل ملاتړي وموندل. انځور: خواله رسنۍ

د سلفي دیني عالمانو له منځه یوه بله سرچینه بیا ادعا کوي، چې طالبان سلفي دیني عالمان له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیسي، بندیان کوي یې، شکنجه کوي یې او حتی په ځېنو مواردو کې په مرموز ډول وژل شوي هم دي. 

دا ډله عالمان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې له دوه ګوني چلند لاس واخلي، ځکه په خبره یې د دې ډلې دا دریځ راتلوونکې کې نفرتونو او له حکومتونو سره واټن ته لار هواروي. 

دې سرچینې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان زمونږ اهل حدیث علماء په دې خاطر ځوروي، چې وهابیان دي او داعش سره یې مشابهت دی، زمونږ کارونه داعش سره یو شان نه دي، د داعش کارونه وژل دي او مونږ د بدعت خلاف یو، خلک د دین په اصلي مقصد پوهوو، خو د طالبانو دا ټاپه د هغوی اشتباه ده، چې مونږ داعش سره مشابه کوي، دا کارونه آینده نقصان پیدا کوي، هر څوک چې واک ته رسېږي بیا به بل ځوروي او بندي کوي به یې، چې دا کار ښه نه دی او باید طالبان یې بنیاد کېنږدي.»

د جمهوریت پر مهال د کونړ په یو شمېر سیمو کې د داعش ډلې پټنځایونه وو، چې طالبان په دې ولایت کې سلفي دیني عالمان له داعش ډلې سره تشبېه کوي، چې سلفي دیني عالمان د طالبانو دغه خبرې نه مني. انځور: خواله رسنۍ

موږ هڅه وکړه، چې کونړ کې د سلفي دیني عالمانو د ځورونې، شکنجې او نورو ادعاوو په تړاو د طالبانو د حج او اوقافو ریاست او اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر هم واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو، خو د طالبانو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د سلفي دیني عالمانو مخالفت کړی او دوی ته یې د خوارجو کلیمې په کارولو سره د داعش ډلې د همکارانو خطاب کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د مولوي اسدالله مسرور او مولوي جمیل په نومونو دوه سلفي دیني عالمان کونړ کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي، چې مولوي جمیل لاهم له طالبانو سره د بند ورځې شپې سبا کوي. 

د رسنیو د معلوماتو له مخې د طالبانو د دویمې ځل واکمنۍ په لومړي کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا سل سلفي دیني عالمان وژل شوي او د دوی شاوخوا څلوېښت دیني مدرسې هم تړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته