اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي خبر ورکوي، چې د تورخم دروازه له درې ورځو تړل کېدو وروسته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دا لاره نن (پنج شنبه، ۲۵ د زمري) سهار ۸:۰۰ بجې پرانیستل شوې ده.
د زابلي په خبره، تورخم دروازه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته پرانیستل شوې ده.
یاده دې وي، چې تورخم دروازه د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې وروسته تړل شوې وه.
تر دې وړاندې هم پاکستاني لوري څو ځلي یاده دروازه تړلې او بیرته یې خلاصه کړې، چې هر ځل تړل کیدو سره افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.