تورخم دروازه یو ځل بیا د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د تورخم دروازه یو وار بیا د پاکستاني لوري لخوا د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

تورخم کې د طالبانو یوې مهمې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې پاکستاني لوري له نن (شنبه، ۲۷ د زمري) سهار راهیسې یاده دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه لاره پاکستاني لوري له تورخم بلې غاړې ته د مهمو فوځي عملیاتو ترسره کولو په موخه تړې ده.

سرچینې ډاډ څرګند کړی چې د نن ورځې ترپایه به یاده لاره د تیر په څیر د مسافرو او ترانزیټ پرمخ خلاصه شی.

د تورخم دروازه داسې مهال د خلکو او سوداګریزو موټرو پرمخ تړل شوې چې له دې څو ورځې وړاندې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې له کبله دغه لار څلور ورځې تړل شوې وه، چې تېره پنجشنبه خلاصه شوه.