کونړ سیند کې د یوې ماشومې جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د «بیلې» سیمې اړوند کونړ سیند کې د یوې کوچنۍ نجلۍ جسد موندل شوی دی.

یو ځایي اوسیدونکي فرمان شاه وویل، چې د دغې شپږ میاشتنۍ ماشومې جسد یې نن سهار (یکشنبه، ۴ د وري) په یاده سیمه کې له کونړ سيند څخه راویستلی او ځایي طالب چارواکو ته یې سپارلى دى.

نوموړی زیاتوي تر اوسه د پیدا شوي جسد هویت معلوم نه دی او نه هم روښانه ده چې د مړينې انګېزه يې څه ده او ولې سيند ته غورځول شوى دی.

یاده دې وي، چې له دې یوه ورځ وړاندې هم د جلال اباد ښار له درونټې سیمې یو ځوان د لامبو پر مهال د بهسودو اړوند کابل سیند ډوب کړی، چې تر اوسه یې جسد تری تم دی.