ننګرهار کې د سیند په اوبو کې د یو کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرها ر کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې د یو کس جسد موندل شوی دی.

د سیمې اوسیدونکی عبدالصمد وایي، چې د یاد کس جسد تیر ماښام (سې شنبه، ۱۳ د وري) د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «چکنور» سیمه کې ځایي جاله وانانو له سيند څخه راوېستلی دي.

نوموړي زیاته کړه دغه عمر خوړلی کس رحیم الله نومیږي او په اصل د ګوشتې ولسوالۍ «خویزو» سیمې اوسیدونکی دی، خو تر اوسه یې د مړینې انګیزه نه ده معلومه چې ولې سيند ته غورځول شوى دی.

هغه زیاتوي چې د پیدا شوي کس پر جسد داسې نښې او علامې موجودې وې چې هغه له سختې شکنجې وروسته سیند ته غورځول شوی دی.

بلخوا په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې وویل، چې د پیدا شوي کس جسد یې روغتون ته تر انتقال وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.

له دې وړاندې هم د ننګرهار په مربوطاتو کې د کونړ په سیند کې د یو شمیر وژل شویو کسانو جسدونه موندل شوي، چې د معلوماتو له مخې دغه کسان له وژل کیدو وروسته سیند غورځول شوي وو.

که څه هم ننګرهار کې طالب چارواکو د دغه وژنو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.