د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه: خلیلزاد له مذاکراتو د افغان دولت په ایستلو هغه کمزوری کړ

Photo: Gage Skidmore / Flickr

اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په خپل راپور کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړی، چې له خبرو اترو څخه د افغان دولت په ایستلو یې هغه کمزوری کړی.

د سي بي ایس د راپور له مخې، خلیلزاد له ترهګرو سره د خبرو نه کولو له امله د امریکا د سیاست په کمزوري کولو هم تورن شوی دی.

د دغه راپور له مخې، لوړپورړ پوځي چارواکو ویلي، چې خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو پر مهال له امریکايي پوځیانو سره مشوره نه ده کړې او د هوکړې د دقیقو شرایطو په اړه یې دوی په «تیاره» کې پرېیښي دي.

خلیلزاد بیا ایکس کې په خپله پاڼه دغه تورونه ناسم بللي دي.

هغه لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر او د هغه استازو له طالبانو سره په خبرو کې پوره ونډه درلوده.

هغه زياته کړې، چې پر دې سربېره په دې خبرو کې د ګډو ځواکونو قومندان جنرال مارک ميلي استازي هم ګډون کړى و. خلیلزاد وایي، پخپله میلی دوه ځله په دوحه کې له طالبانو سره لیدلي دي.

خلیلزاد ویلي: «زموږ د پوځي مشرانو له بشپړې خبرتیا او زموږ د مشرانو په پرېکړو کې د هغوی له ګډون پرته په هېڅ پوځي مسئله کې کومه هوکړه نه ده شوې.»

خلیلزاد دغه راز له خبرو اترو د افغان حکومت د لېرې ساتلو تورونه هم رد کړي او یلي یې دي، حقیقت دا دی چې د دوحې هوکړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاریخي خبرو لامل شوه؛ خو له څو ناستو وروسته د نوي حکومت په اړه مطلوبې هوکړې ته ونه رسیدل.

خلیلزاد لیکلي، چې امریکا کولای شول له داسې یوې هوکړې پرته د امریکايي ځواکونو د بشپړ ایستلو پرېکړه ونه کړي، خو «د امریکا مشرتابه وېره درلوده چې دا ډول اړیکې به د نه ختمېدونکې جګړې د دوام لامل شي».

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د راپور له مخې، خلیلزاد د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې دغې کمیټې ته په خپله وینا کې څرګنده کړې چې «د دوحې تړون ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه د بایډن ادارې هېڅکله هر اړخیزه ارزونه نه ده کړې». د بهرنیو چارو وزارت اسناد چې د فرعي غوښتنې له لارې دې کمیټې ته رسېدلي، ښیې چې د بایډن اداره د ۲۰۲۱په مارچ کې د طالبانو لخوا د شوي تړون د سرغړونې څخه خبر وه.

خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی او له طالبانو سره د دغه هېواد د مرکچي پلاوي مشر و. هغه د دوحې د تړون د معمار په توګه پیژندل کیږي. له تړون وروسته امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه څیړنه کړې او ټاکل شوې چې دغه راپور نن خپور شي.

سي بي اس راپور ورکړی چې دا راپور د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لخوا څیړل شوی.

دغې رسنۍ ليکلي، چې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټه له افغانستان څخه د وتلو په اړه د جوبایډن پر پریکړه سخته نیوکه کوي او ولسمشر او د هغه پر حکومت یې تور پورې کوي چې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د خطر په اړه یې د پوځي چارواکو، د ملي امنیت سلاکارانو او د امریکا متحدینو پرله پسې خبرداریو ته پام نه دی کړی.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې بایډن تورن کړی چې «د متحده ایالاتو د ملي امنیت ګټو پرځای هغه شخصي سیاست او میراث ته لومړیتوب ورکړی».

د سی بي اس د راپور له مخې، د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په راپور کې د سپینې ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون د ویاندویانو له خوا په څو اونیو او ورځو کې چې د طالبانو له خوا د افغانستان واک په لاس کې و، له افغانستانه د وتلو په اړه خوشبینانه څرګندونې شاملې دي.

یوه بیلګه د پنټاګون هغه بیان ته اشاره کوي چې وایي، کابل په احتمالي خطر کې نه دی. دوه ورځې وروسته کابل د طالبانو لاس ته ولوېد.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو تر رهبري لاندې پر خپور شوي راپور نیوکه کړي او ویلي یې دي: «د رییس مک کال وروستی حزبي راپور حقایقو پراساس ټاکل شوی  او دا هغه پخواني تعصبونه دي چې دا څیړنه یې له پیل څخه اغیزمنه کړې ده.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې شارون یانګ په یوه بیانیه کې ویلي: «زموږ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسول سم کار و. هغه زیاته کړه، دې کار د متحده ایالاتو دریځ پیاوړی کړ او سرچینې یې نورو ته ګواښونو ته واړولې.»

یانګ ویلي: «د هغه خراب تړون له امله چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د ۲۰۲۱ کال د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو لپاره کړی و ، ولسمشر بایډن ته د نه منلو وړ دریځ په میراث پاتې شو. ولسمشر انکار وکړ چې د امریکایانو بل نسل داسې جګړې ته واستوي چې باید ډیر وخت مخکې پای ته رسیدلی وای.»

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې تر ډېره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان تورن کړي، چې ناسم معلومات یې ورکړي دي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ او له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړل. د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د طالبانو پرمختګ هم پیل شو.

په امریکا کې د بایډن د حکومت له جوړېدو سره د امریکايي ځواکونو وتل څو میاشتې وځنډول شول، خو مخه یې ونه نیول شوه. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، په داسې حال کې چې د امریکايي پوځیانو وروستۍ ډله په کابل کې وه، طالبانو د افغانستان پلازمېنه کابل ونیوه.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له ګډوډۍ او ځانمرګي برید سره مخ شول. په دغه برید کې ۱۰ افغان اتباع او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته