فراه کې په دوو جلا پیښو کې دوه ماشومان مړه شول

اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ګلستان او پرچمن ولسوالیو کې یوه نجلۍ څاه کې د لویدو او یو هلک د دیوال د چپه کیدو په پیښو کې مړه شوي دي.

د دې ولایت د ګلستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ملا عزیزاحمد سرباز وایي، چې نن (سې شنبه، ۳ د تلې) د دې ولسوالۍ په «تلکمند» کلي کې د فاطمې په نوم یوه دوه کلنه نجلۍ ژورې برمې ته لویدلې او مړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د دوی تخنیکي ټیم تر دوو ساعتونو پرلپسې هڅو وروسته ونه توانیده چې یاده نجلۍ ژوندۍ وژغوري.

ورته مهال د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال محمد یاسین ابودجانه وایي، چې د دې ولسوالۍ په «حصارک» کلي کې د دېوال د چپه کېدو له امله یو شپږ کلن هلک خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه د دې پیښې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

د هیواد په سویل کې د کورنیو د نه پاملرنې له کبله ډیر کله ماشومان په اوبو د لامبو، ژورو څاګانو کې د لویدو او همدارنګ زړو دیوالونو ترڅنګ د لوبو پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته