طالبانو د دغې ډلې پر وړاندې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د وروستي دریځ هرکلی کړی

اطلاعات روز: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دوی د روسیې، چین، پاکستان او ایران د وروستي د مثبت دریځ هرکلی کوي.

فطرت نن په یو ویډیویي کلیپ ویلي: «موږ  روسیې، چین، پاکستان او ایران هیوادونو د هغه مثبت درځ تایید او هرکلی کوو، چې د اسلامي امارت (طالبان) سره یې خبرې او ډیالوک یوه سیاسي حللاره بللې ده.»

هغه زیاته کړې، چې «واقیعت هم همدا دی چې د هیوادونو ترمنځ خبرې او سیاسي ډیالوک د مثبتو سیاسي تعاملاتو لپاره لاره جوړوي.»

د طالبانو دغه ویاند په خپلو خبرو کې ویلي: «موږ د خبرو اترو له لارې پر رغنده سیاسي تعاملاتو باور لرو. لکه څرنګه چې موږ د سیمې له هیوادونو سره مثبتې اړیکې لرو د نړۍ د نورو هیوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو.»

د روسیې، چین، ایران او پاکستان د دفاع وزیرانو د ملګرو ملتونو د ۷۱مې غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي، چې شته اړخونو د افغانستان په اړه خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار یې وکړ چې «له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابل درناوي ډکو خبرو اترو او مشارکتي اړیکو له رامنځته کولو پرته بل بدیل نشته.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې ناستې په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د «داعش او القاعده په څېر ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان د خلکو [امنیت] بلکې د سیمې امنیت هم ګواښي.»

عراقچي افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغو ورانکارو ډلو پر وړاندې د متحدې جبهې پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، عراقچي ویلي، چې د افغانستان ګاونډیان نه شي کولای اجازه ورکړي چې ترهګري او تاوتریخوالی په افغانستان کې ریښې وکړي.

عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه له «افغان چارواکو» سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.