کندهار کې د شېخ زاید روزنتون بندیدو سره سلګونه یتیم ماشومان له زده کړو محروم شوي

کندهار ولایت کې د شېخ زاید روزنتون بندیدو سره سلګونه بې سرپرسته ماشومان له زده کړو محروم شوي دي. دغه روزنتون چې د ۲۰۰۳ زیږدیز کال راهیسې فعالیت کوي، څه باندې ۱۱۰۰ یتیم ماشومانو ته پکې د عصري او دیني زده کړو ترڅنګ د لیلیې، خوړو او ترانسپورټ امکانات برابر شوي وو.

د شېخ زاید روزنتون، چې په متحده عربي اماراتو کې د محمد بن راشد ال مکتوم خیریه بنسټ له لوري یې مالي ملاتړ کیده، د تېرو دریو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري تړل شوی او له امله یې یتیم ماشومان یوځل بیا د نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي.

هغه بې سرپرسته ماشومانو چې دغلته یې زده کړې کولې، ځینو یې نورو ښوونځیو کې زده کړې پېل کړي او ځینې نور بیا د پخوا په څیر په لارو کوڅو بې برخلیکه ګرځي.

د شېخ زاید روزنتون د نهم ټولګي زده کوونکی قدرت الله چې پلار یې په تېرو جګړو کې وژل شوی، وایي د سرپرست نشتون له کبله یې په شېخ زاید روزنتون کې روزنه کیده، خو اوس د طالبانو له لوري د یاد روزنتون تړل کیدو سره له زده کړو بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

نوموړي وویل: «ډیر مو زړه درد کوي چې پلار نه لرو بل سرپرست نه لرو اوس شېخ زاید هم زموږ لپاره بند شو، موږ د یوه وخت ډوډۍ پیدا کولو توان نه لرو دلته ټول یتیمان دي، خو شېخ زاید موږ ته معیاري درسونه، خواړه او د لیلیې امکانات برابر کړي وو، دا ځای زما په رقم د ډیرو یتیمانو لپاره یو داسې ځای و چې موږ یې خپل تر مقصده رسولو، موږ ته ویل شوي چې باید نورو دولتي مکتبونو ته خپلې سې پارچې تبدلې کړو نور شېخ زاید بند شوی.»

کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست د تېرو درېو میاشتو راهیسې د شېخ زاید روزنتون تړلی او ټول یتیمان یې له روزنتون رخصت کړي دي

د دغه روزنتون د یوولسم ټولګي زده کوونکی عصمت الله وایي، چې پلار یې په تېرو جګړو کې وژل شوی او د سرپرست نشتون له کبله یې کورنۍ اړه شوې چې په شېخ زاید روزنتون کې یې شامل کړي، خو اوس د دې روزنتون تړل کیدو کیدو یو ځل بیا بې سرپرسته شوی دی.

عصمت الله زیاتوی، چې په دغه روزنتون کې تر ډیره هغه ماشومان روزل کیدل چې پلرونه یې د تېر حکومت د نظامیانو او طالبانو په لیکو کې وژل شوي، خو په خبره یې چې اوس دغه ماشومان له هرڅه بې برخې او خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

عصمت الله وویل: «زه او زما ورور په شېخ زاید کې وو دوی وعدې راکولې چې بیرته مو درسونه شروع کېږي اوس چې درې میاشتي تیرې شوې موږ ته یې وویل، چې نورو مکتبونو ته خپل سې پارچې یوسئ، زموږ نیم تعلیمي کال راڅخه پاتې شو، بل هغه معیاري درسونه چې موږ ته په شېخ زاید کې ویل کېدل په دولتي مکتبونو کې نشته، زموږ روزنتون دې بیرته خلاص شي.»

د شېخ زاید روزنتون یو بل زده کوونکي بیا خپل راتلونکي ته اندیښمن دی او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې بیرته دې د دوی پرمخ یاد روزنتون پرانیزي.

دغه زده کوونکی زیاتوي، چې ډیر شمېر هغه ماشومانو چې پخوا یې په شېخ زاید روزنتون کې زده کړې کولې اوس په کوڅو او بانډو کې بې برخلیکه ګرځي راګرځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ چې په شېخ زاید کې زده کړې کولې خپل راتلونکی مو يوځای لیده چې ډاکټر کېږم یا انجینر کېږم اوس خو نه درسونه شته او نه مکتب شېخ زاید یې زموږ پرمخ وتړه موږ هلته عادي شوي وو اوس چې راباندې بند کړ، دوی وایي تاسي نورو مکتبونو ته خپلې سې پارچې انتقال کړئ، باید زموږ غم وخوړل شي، موږ راتلونکی لرو، دا ټولنه اوس تر هرڅه سواد ته ډیره اړتیا لري، زموږ سره  مرسته نه کېږي، خو پرځای یې نور هم تر پښو اچول کېږو، حکومت (طالبان) دې موږ ته توجو وکړي موږ اینده لرو، هم مو پلار مړ دی، هم بې سرپرسته یو او هم دلته زده کړې راباندې بندې شوې.»

په شېخ زاید روزنتون کې تر ډیره یتیم ماشومان منل شوي وو

دغه راز په شیخ زاید روزنتون کې سرچینې وایي، چې په دې روزنتون کې د ۷۰۰ کورنیو څخه ۱۱ سوه او ۷ تنه یتیم ماشومان شامل شوي وو او یادو ماشومانو ته د زده کړو، خوړو او ترانسپورټ اسانتیاوو ترڅنګ د هغوی کورنیو ته هم یو اندازه نغدې پیسې ورکول کیدې ترڅو پرې هغوی خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د سرچینو په وینا، چې شېخ زاید روزنتون ته د محمد بن راشد ال مکتوم بنسټ له لوري هر کال شپږ لکه او ۵۰ زره امریکايي ډالر مرسته ورکول کېده، ترڅو پر یادو یتیمو ماشومانو یې مصرف کړي.

د دغو سرچینو په خبره، چې د شېخ زاید روزنتون شاوخوا ۹۰ سلنه زده کوونکي د تېرو جګړو پرمهال د وژل شویو پخواني نظامیانو او طالبانو بچیان وو، چې تر دې دمه یې ۵۲۸ تنه له دولسم ټولګي فارغ کړي دي.

سرچینو وویل، چې یاد روزنتون د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر نامعلومې نیټې پورې تړلی دی.

وموغوښتل چې کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست نظر هم له ځان سره ولرو، خو د یوې اونۍ پرلپسې هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشولو.

یاده دې وي چې تر دې یوځل وړاندې د شېخ زاید روزنتون د بودیجې کمښت له کبله تړل شوی و، خو بیا یې بیرته چارې عادي شوې، خو دا ځل طالبانو د نامعلوم دلیل له مخې تړلی او دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا روزنتون به بیرته خپل فعالیت پېل کړي او که نه؟