د طالبانو په منځ کې د داعش نفوذ

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له طالبانو خفه شوي طالب سرتیري د داعش  وسله والې ډلې سره یوځای شوي او په ځینو سیمو کې یې بیرته د طالبانو پر وړاندې فعالیتونه پېل کړي دي.

مونږ دا راپور د ځینو باوري سرچینو د معلوماتو پر اساس چمتو کړی دی، چې سرچینو د امنیتي ستونزو له کبله په مستعارو نومونو له مونږ سره معلومات شریک کړي دي.

د قاري عبدالله په نوم یو طالب چې دا یې مستعار نوم دی وایي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په منځ د داعش ډلې نفوذ ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی.

د هغه په خبره ننګرهار کې هغه طالبانو چې له دې وړاندې یې په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو په پلو جګړو کې برخه اخېستې وه او د تیرې شل کلنې جګړې پرمهال یې ځینو د پلار، ورور، وراره او د کورنیو نورو غړو خپل ژوند بایللی وو، په دې وروستیو د دندو د نه ورکړې او هغوی ته د نه پاملرنې له کبله له طالبانو خوا بدي شوي او له همدې کبله یې له داعش ډلې سره لاس یو کړی دی.

قاري عبدالله زیاتوي: «هو! د ننګرهار هغه طالبان چې له دې وړاندې یې په جګړو کې برخه اخیستې وه او زیاته قرباني یې ورکړې وه، واک ته د طالبانو په رسیدو سره یې تمه درلوده چې حکومت به یې د کورنۍ غړو ته ښه امتیازات او دغه راز مکافات ورکړي، خو حکومت هغه شان چې لازمه وه، د دوی ستونزو ته یې پاملرنه ونه کړه او نه یې هم دوی ته دندې ورکړې چې له همدې کبله زیاتره پخواني طالبان چې زیاتو جګړو کې یې برخه اخیستې وه، اوسمهال د طالبانو پرځای له داعش سره یو ځای شوي او د ننګرهار په خوږیاڼو، شیرزادو او دغه راز په شینوارو ولسوالیو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیتونه پیل کړي او وخت نیم د طالبانو پر ضد چریکي جګړې هم کوي.»

نوموړی دغه راز وایي، چې اوسمهال په طالبانو کې د داعش نفوذ تر پخوا پراخ شوی او داعش ډلې د طالبانو په منځ کې داسې کسان ګمارلي چې په ظاهره طالبان ملګر په اصل د داعش غړي دي.

په ورته مهال د حمزه انقلابي په نوم یو بل طالب چې اصلي نوم یې مونږ د امنیتي ستونزو له کبله نشو خپرولای وایي، چې په طالبانو کې د داعش نفوذ ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی.

نوموړی زیاتوي زیاتره هغه طالبان له داعش سره لاس یو کړی چې د طالبانو لخوا د دندې او امتیازاتو د نه ورکړې له کبله خوا بدي او له همدې لارې پر حکومت د فشار راوړلو له کبله له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یو ځای شوي دي.

د هغه په خبره په دوی کې زیاتره د طالبانو پخواني جنګي قومندانان او دغه راز هغه سرتیري هم شامل دي چې په تیرو جګړو کې معلول او یا یې د کورنۍ غړي قرباني شوي دي.

قاري حمزه انقلابي وویل: «هغه طالبان له داعش سره یو ځای شوي چې دوی ته د تېرو جګړو پرمهال د قربانیو مطابق امتیازات او حقوق نه دي ورکړل شوي، په دوی کې زیاتره هغه طالبان هم شامل دي چې د جګړې په برخه کې ډیره تجربه لري او دغه راز ځینو یې د ماین جوړولو مهارت هم زده کړی دی؛ داعش ډله اوسمهال د ننګرهار په لېرې پرتو ولسوالیو کې فعاله ده او جلب جذب یې د طالبانو په منځ کې په ډیر مهارت سره روان دی او که طالبان چیرې خپلو پخوانیو جنګیالیو ته په دندو او دغه راز نورو برخو کې برابر سهم ورنه کړي، نو فکر کوم یو وخت به ټول طالبان د داعش پلویان وي.»

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې اوسمهال داعش ډله د ننګرهار په لېرې پرتو ولسوالیو خوږیاڼو، حصارک، شیرزادو او د شینوارو کې د طالبانو پر ځینو پوستو غلچکي بریدونه کوي، خو طالب چارواکي دا ډول معلومات له رسنیو پټ ساتي.

زیاتره طالبان د خپلمنځي اختلافاتو او د امتیازاتو نه ترلاسه کولو وروسته داعش ډلې سره یو ځای شوي دي

بل لورته د شینوارو ولسوالۍ قومي مشران وایي، د قومي تړې له مخې به د هغو کسانو کورونه سوزول کيږي چې بيرته د داعش لیکو ته ور وګرځي.

د شینوارو قومي مشرعبدالغفار د طالبانو حکومت له لوري د داعش په ګډون ټولو ته د عمومي عفوې ستاینه کوي او وایي، له دې لارې به په ټول هیواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شي.

عبدالغفار وویل: «زیاتره د داعش ډلې غړي د قومي مشرانو په منځګړيتوب د طالبانو حکومت ته د ځانګړو شرایطو پر اساس تسلیم شوي دي او دغه راز له دوی تعهد اخیستل شوی چې نور به له داعش ډلې سره نه یوځای کیږي او هم قومونو فیصله کړې، که څوک له داعش سره اړیکه ولري او یا ورسره همکاري وکړي کور به یې سوځول کیږي او دغه راز حکومت ته به سپارل کیږي.»

له دې وړادې په ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو ریاست چارواکو ویلي و، چې واک ته د طالبانو له رسیدو تر دې دمه ننګرهار کې له نږدې ۱۰۰۰ تنه د داعشیان د قومي مشرانو په منځګړیتوب دوی ته تسلیم شوي دي.

بلخوا په لغمان ولایت کې هم د طالبانو ترمنځ د امتیازاتو پر سر کش مکش او ناندریو زور اخیستی چې په اړه مونږ له ځینو موثقو سرچینو سره خبرې کړي دي.

د لغمان اوسیدونکی شهاب الدین (مستعار) وایي، چې یو نیم کال د طالبانو په زندان کې په دې تور بندي شوی و، چې ګوندې له داعش او دغه راز له مقاومت جبهې سره اړیکې لري.

نوموړی زیاتوي دی د لغمان په فرشغان دره کې هغه مهال طالبانو ونیوه، چې غوښتل یې د کور ساتنې په موخه له یو ځایي طالب یو کلاشینکوف او دغه راز تفنګچه واخلي چې طالبانو لاس په لاس نیولی او زنداني و.

د هغه د معلوماتو له مخې اوسمهال د طالبانو په زندانونو کې تر ډیر هغه طالب سرتیري بندیان دي، چې یا یې له داعش ډلې سره اړیکې درلودې او یا یې غوښتل په فلسطین کې د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کې برخه واخلي.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې هغه په زندان کې له بندي طالبانو سره غږیدلی او ورته ویلي یې دي، چې اوسمهال زیاتره طالبان له خپلو چارواکو زړه بدي شوي او له همدې کبله یې ځینې په کور او ځینې یې له داعش سره یو ځای شوي دي.

شهاب الدین زیاته کړه: «زه یو نیم کال بندي وم، خو ماسره په کابل چهل زندان کې او دغه راز پلچرخي کې زیاتره هغه طالبان بندیان وو، چې دوی پخپله پخوا طالبان وو، خو اوس له داعش سره یو ځای شوي وو، د زندان ساتونکو به د داعش سره په اړیکو له نیول شویو طالبانو سره هم ښه چلند نه کاوه او دوی ته به یې د مرتد او داعشي په نامه غږ کاوه. دغه راز نور طالب سرتیري بیا طالبانو په دې تور نیولي وو، چې ګوندې دوی فلسطین ته تلل او هلته یې د اسرائیلو پر وړاندې جګړه کې برخه اخېسته، خو که ووایم اوسمهال د طالبانو ترمنځ د داعش نفوذ په زیاتیدو دی ځکه ماته طالبانو ویلي چې طالبانو ورته د میاشتې لس زره افغانۍ ورکولې خو داعش ورته بیا تر شل زره او آن ځینو ته یې د زیاتو فعالیتونو پر اساس تر پنځوس زره افغانۍ میاشتني معاشونه هم ورکول او دغه راز ویل یې که دوی بندیان دي، خو کورنۍ ته یې خپل حقوق د داعش له لوري هره میاشت په پوره اندازه ورکول کېږي.»

د معلوماتو پر اساس اوسمهال طالبانو د لغمان او ننګرهار په زیاتره هغه ولسوالیو کې امنیتي پوستې هم پرېیښي چې په لومړیو کې فعالې وې.

دغه راز طالبانو د یادو ولایتونو په ځينو ولسوالیو کې د شپې لخوا ګزمې هم بندې کړي او یوازې د خپلو امنیتي پوستو ساتنه کوي.

که څه هم طالب چارواکو په وار وار ویلي، چې داعش د تېر جمهوري حکومت پروژه وه او واک ته د دوی په رسیدو سره یې داعش ډله له منځه وړې، خو په دې وروستیو کې داعش د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو د چاودنو او ځینو نورو پېښو مسولیت منلی دی.

دغه راز داعش ډلې یوه اوونۍ وړاندې په غور ولایت کې د ۸ طالب سرتیرو او دغه راز له دې وړاندې د هزاره وګړو د وژنې مسوولیت منلی و.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.