ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تاریاکو کښت له بندیز سره-سره ۱۹ سلنه زیات شوی

اطلاعات روز: له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو این او ډي سي) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د دې دفتر له راپور سره سم چې نن (چهارشنبه، ۱۶ د لړم) خپور شوی، د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو د کرکیلې کچه ۱۲ زره او ۸۰۰ هکټاره ته رسیدلې، په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۱۰ زره او ۸۰۰ هکټاره اټکل شوې وه.

له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو د کښت له زیاتېدو سره-سره دا کښت د ۲۰۲۲ کال په پرتله ډېر کم دی. هغه مهال یې شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره ځمکه نیولې وه.
د دې دفتر په وینا، د ۲۰۲۳ کال پرمهال د تاریاکو کرکیله ۹۵ سلنه کمه شوې وه.

له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر اجرایوي مدیرې ویلي: «دې ته په پام چې په افغانستان کې د تاریاکو د کرکیلې کچه ټیټه پاتې ده، موږ دا مسوولیت او فرصت لرو چې د افغان کروندګرو د عاید د پایداره او داسې سرچینو ملاتړ وکړو چې له غیر قانوني بازارونو لېرې وي.»

د دې په وینا، د افغانستان ښځې او نارینه لا هم له سختو مالي او بشردوستانه ننګونو سره مخ دي او په بېړنۍ توګه بدیل معیشت ته اړتیا ده.

له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر له ارزونو سره سم، په افغانستان کې د تاریاکو د کرکیلې جغرافیه له سویل لوېدیځو ولایتونو چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د کرکیلې مرکز و، شمال ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه بدخشان ته بدله شوې.

له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر له راپور سره سم، د ۲۰۲۴ کال پرمهال ۵۹ سلنه تاریاک په شمال ختیځو ولایتونو کې کرل شوي او دا د تېر ۲۰۲۳ کال په پرتله په دې ولایتونو کې ۳۸۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال تر لومړۍ نیمايي پورې د تاریاکو بیه په هره یوه کیلو کې ۷۳۰ ډالرو ته رسیدلې.

د دې دفتر په وینا، پر تاریاکو تر بندیز وړاندې د تاریاکو د هرې کیلو اوسط بیه ۱۰۰ ډالره وه.

له نشه يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر زیاته کړې چې د تاریاکو لوړې بیې او کمې زیرمې ښايي کروندګر وهڅوي چې له بندیز څخه سرغړونه وکړي، په ځانګړې توګه د کښت له دودیزو مرکزونو پرته په ځانګړې توګه په ګاونډیو هیوادونو کې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په کابل کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (یوناما) رییسې رزا اوتنبایوا ویلي چې شواهد ښيي چې د تاریاکو کښت په رښتیا هم کم شوی دی او د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړۍ یې هرکلی کوي.

دې ویلي: «خو باید درک کړو چې په ټول افغانستان کې کلیوالي ټولنې له نورو ټولو فشارونو سره-سره چې ورسره مخ دي، د عاید له یوې بلې کلیدي سرچینې بې برخې شوې دي.»
رزا اوتنبایوا زیاته کړې چې د تاریاکو پر کښت د بندیز د دوامداره ساتلو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته شدیده اړتیا ده.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د تاریاکو کښت صفر کچې ته رسېدلی او دا خپله لویه لاسته راوړنه بولي؛ خو داسې ښکاري چې د تاریاکو د بدل کښت نشتون او بد اقتصادي وضعیت د تاریاکو له تولید سره مبارزه کول سخت کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه