کندهار کې د درملو تولیدي کارخونو مسوولین د وارداتي درملو د مخنیوي غوښتنه کوي

کندهار ولایت کې د درملو تولیدي فابریکو مسوولین د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې هیواد ته دې د بهرنیو هیوادونو څخه د درملو واردات محدود کړي، ترڅو د هیواد دننه یاد صنعت پرمختګ وکړي.

د کندهار او پلازمینې کابل ترڅنګ د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د درملو جوړولو څه باندې ۱۰۰ لویې او وړې کارخونې فعالیت کوي، خو بیا هم له بهرنیو هیوادونو څخه هرکال د نږدې ۲.۲ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت درمل او نور طبي توکې افغانستان ته واردیږدي، چې له امله یې د کورني درملو بازار پیکه شوی دی.

کندهار کې د درملو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، هغه درمل چې په داخل د هیواد کې تولیدیږي باید د وارداتو مخنیوی یې وشي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

کندهار کې د «سنو فارما» په نوم د درملو سهامي تولیدي کارخونې مشر محمد سعید صدیق وایي، دوی د شاوخوا ۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت پانکونه کړې او اوسمهال شاوخوا ۱۲۶ قلمه درمل تولیدوي، چې کیفیت یې د واردېدونکو درملو څخه څو برابره لوړ دی.

نوموړی زیاتوي، چې د سنو فارما کارخونه د ۷۱ تنو پانګوالو لخوا په سهامي توګه جوړه شوې او اړتیا ده چې دا ډول لسګونه نورې  فابریکې هم جوړې شي، ترڅو داخلي اړتیا پوره کړي.

ښاغلي صدیق وویل: «زما غوښتنه داده چې نور په افغانستان کې داخلي تولید ته توجه وشي، داخلي تولیدات وده او نمو وکړي، د خارجي مارکېټ په بدل کې که افغانان سره یو ځای او متحد شي او د درملو فابریکې په داخل د افغانستان کې جوړې کړي خود په خود به دا مارکېټ د خارجي په عوض کې افغاني مارکېټ ته را اوړي، چې هم به با کیفیته وي او هم به درمل پر معیارونو برابر وي، خلک دې د خارجي درملو پرځای وطني درمل وکاروي او که څه هم هغه لږ ګران ورته تمامیږي خو کیفیت یې بیا تر هغو پورته دی دا په وضاحت درته وایم چې کیفیت مصارف لري.»

هیواد کې دننه د تولید شویو درملو کیفیت د نورو درملو په پرتله ښه ښودل شوی دی

د دې کارخونې یو بل پانګوال محمد طاهر بیا وایي، هیواد کې د درملو بازار ته په کتو اړتیا ده چې د درملو تولیدي فابریکې نورې هم زیاتې او د داخلي بازار اړتیا پوره کړي.

دا پانګوال زیاتوي، چې د کندهار او نورو ولایتونو بازار نږدې ۹۷ سلنه برخه پاکستاني، هندي، ایراني او د نورو هیوادونو درملو نیولی او داخل کې تولید شوي درمل ورسره سیالي نه شي کولای.

د محمد طاهر په وینا: «افغانستان یو مصرف کوونکی هیواد دی چې په شاوخوا هیوادونو کې افغانستان د درملو ډیر مصرف لري، ډیر درمل ورته را وارېدیږي او ډیر درمل مصرفوي په میلیونو ډالرو درمل افغانستان ته وارېدیږي او په بدل کې یې بهر ته پیسې ورځي، په افغانستان کې د درملو نور سهامي شرکتونو ته نور هم ضرورت دی چې درملو په برخه کې ضرورت رفعه کړي، موږ به د درملو په برخه کې خودکفا شو، د درملو د غټو شرکتونو لپاره تر ټولو ښه طرحه د سهامي کمپنیو جوړول دي چې ښه نتیجه یې هم ورکړې ده.»

کندهار کې د درملو جوړولو په برخه کې نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې

دغه راز کندهار کې د درملو یوې بلې تولیدي کمپنۍ مسول چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، کندهار کې د درملو نږدې ټول بازار د پاکستاني او هندي شرکتونو لخوا اداره کېږي، خو په خبره یې چې د مخنیوي په برخه کې یې تراوسه حاکم دولت کوم اقدام نه دی کړی.

دغه بانګوال زیاتوي، چې د کندهار د درملو فابریکې د دې توان لري، چې ان د شاوخوا ولایتونو د اړتیا وړ درمل پوره کړي، خو په وینا یې چې د ځینو اقتصادي ستونزو او اداري فساد له کبله خپل فعالیتونه نه شي پراخولای.

هغه وویل: «د پاکستان څخه د لوکل کمپنو درمل کندهار او نورو ولایتونو ته راځي د نړیوالو کمپنو په نوم یې خرڅوي دولت یې مخه نه نیسي،  په ډلو ډلو پاکستاني شرکتونه دلته ډاکټرانو ته فیصدي ورکوي جایزې ورکوي هغوی یې درمل لیکي، خو کیفیت ته یې توجه نه کوي، افغاني کمپنۍ چې هم ښه درمل جوړوي او هم پر معیار برابر وي خپل د داخل څخه یې پښې وهل کېږي او څوک یې غږ نه اوري، زموږ غوښتنه له حکومت څخه داده چې داخلي پانکوالو او د هغوی غوښتنو ته اولیت ورکړي، د بهرني درملو د وارېدیدو مخه ونیسي.»

د کندهار د صنعت او معدن خونه بیا د دوو نویو درمل جوړولو فابریکو د جوړوېدو خبر ورکوي.
ورته مهال کندهار کې کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور آغا اماني وایي، چې دغلته د درملو پنځه کارخونې شتون لري چې له ډلې یې درې فعالیت کوي او د دوو نورو فعالیت به نږدې راتلونکي کې پېل شي.

اماني زیاتوي، د درملو اړتیا او مصرف ته په کتو سره یې د نورو تولیدي فابریکو د جوړېدو هڅې رواني کړي او د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت به پکې پانګونه وشي.

افغانستان ته هرکال د نږدې ۲.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت درمل واردیږي

دده په خبره چې د کندهار د درملو فابریکې دا مهال شاوخوا ۱۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «کندهار کې برحاله موږ اوس درې فعاله د درملو د تولید فابریکې لرو او پر دوو کار شروع دی، د کوثر سینا او یاشفین فارما په نوم د درملو فابریکې مو تر کار لاندې دي چې ډیر ژر به خپل تولیدات پېل کړي، دا ډیرې غټې فابریکې دي که یې فعالیت شروع شي موږ به د درملو په برخه کې تر ډیره د خودکفایي حالت ته ورسېږو.»

سید سرور آغا پر هیوادوالو غږ کوي، چې د هیواد د ځان بساینې په موخه د بهرنيو درملو پرځای د داخلي کمپنیو درمل کار کړي.

کندهار کې د درملو جوړولو فابریکو مسوولینو وویل، چې دغلته د درملو مارکېټ تر ډیره پاکستانۍ درملو نیولی چې له امله یې د کورنۍ درملو بازار خراب او د طالبانو حکومت تراوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.