اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، چې د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې یې په افغانستان کې تر یو میلیون زیات ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص په موخه معاینه کړي دي.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۸ د لړم) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې کوم ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ وي، د هغوی د پېژندلو لپاره لومړنی کار د هغوی «څارل» دي.
یونیسف زیاته کړې چې په څار سره هغو ماشومانو ته چټکه رسیدګي کېږي چې په خوارځواکۍ مبتلا وګڼل شي.
د هغو شمېرو له مخې چې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړي په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه نوي زېږېدلي او شیدې خوړونکي ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
یونیسف تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۳۴۳ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بستر شوي دي.
د کورنیو غربت او روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي کمېدل د خوارځواکۍ د کچې د لوړېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.